4 هغه به خامخا هغه هر څۀ کوى چې هغې کومه منښته منلې وى يا يې وعده کړې وى خو کۀ د هغې پلار ترې نه خبر شى او څۀ اِعتراض وکړى نو بيا به يې نۀ پوره کوى.
کله چې يوه جينۍ د پلار په کور کښې اوسيږى او منښته ومنى چې يو څيز به مالِک خُدائ له ورکوى يا د څۀ څيز نه د ځان ساتلو وعده وکړى،
خو چې کله يې پلار خبر شى او کۀ ورته ووائى چې دا وعده مۀ پوره کوه، نو د هغې دپاره ضرورى نۀ ده چې دا وعده پوره کړى. مالِک خُدائ به هغه معاف کړى، ځکه چې پلار يې د دې د پوره کولو نه منع کړه.