13 د هغې خاوند دا حق لرى چې هغې له د دې لوظُونو پوره کولو اجازت ورکړى يا ورنۀ کړى.
هلته د اهاوا نِهر سره ما ټولو له دا حُکم ورکړو چې روژه ونيسئ او د خپل خُدائ پاک په وړاندې خپل ځانونه عاجزان کړئ او هغۀ ته سوال وکړئ چې په سفر کښې زمونږ مدد وکړى او زمونږ، زمونږ د بچو او زمونږ د مال دولت حِفاظت وکړى.
خو ما د هغوئ په بيمارۍ، د غم جامې واچولې روژه دار شوم. او په روژه نيولو او دُعا کولو د دوئ دپاره عاجز شوم، ما د عاجزۍ نه په دُعا کښې سر ټيټ نيولے وو.
ولې زۀ داسې روژه خوښوم څۀ چې انسان دې په کښې يوې ورځې دپاره خپل ځان عاجز کړى؟ او د لوخې د پاڼې په شان خپل سرونه ټيټ کړى او د ټاټ په جامو کښې په ايرو دپاسه څملى؟ تاسو دې ته روژه وايئ؟ دا ورځ به مالِک خُدائ ته قبوله وى څۀ؟
دا اصُول به د همېشه دپاره وى. د اوومې مياشتې په لسمه ورځ اِسرائيليان او د هغوئ سره مهاجر خلق به خامخا روژه نيسى او هيڅ کار به نۀ کوى.
”د دې اوومې مياشتې لسمه ورځ د کفارې ده، دا به ستاسو دپاره يوه مقدسه اجتماع وى. تاسو به روژه نيسئ او مالِک خُدائ ته په اور تيارېدونکې نذرانه پېش کوئ.
د هغې مياشتې د نهمې ورځې د نمرپرېواتو نه د لسمې ورځې د نمرپرېواتو پورې دا خاص ورځ مانځئ، په دې دوران کښې تاسو روژه نيسئ.
د اوومې مياشتې په لسمه ورځ د عبادت دپاره راغونډېږئ، هيڅ څيز به نۀ خورئ او نۀ به څۀ کار کوئ.
خو کۀ خاوند يې خبر شى او هغه د وعدې پوره کولو نه منع کړى، نو ضرورى نۀ ده چې دا وعده پوره کړى. مالِک خُدائ به هغه معاف کړى، ځکه چې د هغې خاوند د دې قسم د پوره کولو نه منع کړې ده.
خو کۀ، د ورځې د تېرېدو نه پس، هغه د دې قسم نه خبر شى او څۀ اِعتراض ونۀ کړى، نو هغه دې خامخا هغه هر څۀ وکړى چې د څۀ يې قسم يا وعده کړې وى. ځکه چې په کومه ورځ هغه خبر شو نو څۀ اِعتراض يې ونۀ کړو نو قسم دې خامخا پوره کړى.
خو زۀ غواړم چې تاسو پوهه شئ چې د هر سړى سر مسيح دے، او خاوند د خپلې ښځې سر دے، او د مسيح سر خُدائ پاک دے.
سړے د ښځې د خاطره نۀ دے پېدا شوے بلکې ښځه د سړى د خاطره پېدا شوې ده.
تاسو د يو بل سره کوروالے مۀ پرېږدئ خو د لږ وخت دپاره د يو بل په مشوره خير دے چې د دُعا خاص فرصت درته مِلاو شى، او د لږ وخت نه وروستو بيا يو ځائ شئ، هسې نه چې شېطان د نفس د کمزورۍ په وجه تاسو په آزمېښت کښې واچوى.