10 کۀ يوه وادۀ شوې ښځه يوه منښته ومنى،
نو هغه به خامخا هغه هر څۀ کوى چې هغې منښته منلې وى. کۀ خاوند يې خبر شى او څۀ اِعتراض وکړى نو بيا به يې نۀ پوره کوى.
کله چې يو سړے مالِک خُدائ ته د منښتې په توګه څۀ څيز ومنى يا سخت قسم وخورى، نو هغه به خپله وعده نۀ ماتوى او خامخا به يې پوره کوى.
يوه کونډه يا طلاقه ښځه به خامخا خپل قسم پوره کوى.
القنه ورته ووئيل، ”ټيک ده، څۀ چې درته ښۀ ښکارى نو هم هغه وکړه، تر هغې پورې په کور کښې پاتې شه چې کله هغه د مور د تى نه منعې شى او مالِک خُدائ دې وکړى چې ستا وعده پوره شى.“ نو حنه په کور کښې ايساره وه او خپل بچى له يې تے ورکولو.