7 هغوئ به زما د حضور په مقدسه خېمه کار کوى او د اِمامانو او د ټول قوم دپاره به ذمه وارى پوره کوى.
نور ليويان د مالِک خُدائ د کور د ګودامونو ذمه وار وُو او په هغه ګودامونو کښې خُدائ پاک ته وقف شوى څيزونه پراتۀ وُو.
د لعدان دوه نور زامن زيتام او يوايل د مالِک خُدائ د کور د خزانو مشران وُو.
سلوميت او د هغۀ خپلوان د هغه خزانو مشران وُو په کومو کښې چې هغه تُحفې پرَتى وې چې هغه داؤد بادشاه، د کورَنو مشرانو او وړو او غټو فوجى آفسرانو مالِک خُدائ ته وقف کړې وې.
تاسو به د مقدسې خېمې د دروازې په خولۀ کښې اووۀ شپې او ورځې پاتې کېږئ، هغه کار به کوئ د کوم چې مالِک خُدائ حُکم کړے دے. کۀ تاسو داسې ونۀ کړئ نو مړۀ به شئ. ځکه چې دا هغه څۀ دى د کوم چې مالِک خُدائ ما له حُکم راکړے دے.“
خو ليويان زما د حضور مقدسې خېمې او د دې د ټول سامان مشران مقرر کړه. هغوئ به خېمه او د دې سامان وړى، خِدمت به کوى او د دې نه ګېرچاپېره به خېمې لګوى.
خو ليويان به د مقدسې خېمې د حِفاظت دپاره د دې نه ګېرچاپېره خېمې ولګوى، چې څوک نزدې رانۀ شى، هسې نه چې د بنى اِسرائيلو قوم ته زۀ په قهر شم.“
د ليويانو مشر د هارون اِمام زوئ اِلىعزر وو. د هغۀ مشرى په هغه کسانو باندې وه چې کومو په مقدس ځائ کښې کار کولو.
هغوئ به د مقدسې خېمې د ټول سامان خيال ساتى او د نورو بنى اِسرائيلو دپاره به ذمه وارى پوره کوى.
کومه حِصه چې نورو خلقو له ورکړے شوى وى د هغې نه، د هر پنځوسو قېديانو، څاروو، خرو، ګډو او د چېلو نه د هر پنځوسو نه يو جدا کړئ. دا هغه ليويانو له ورکړئ چې د مالِک خُدائ د خېمې د خيال ساتلو ذمه وار دى.“
او بيا به هارون ليويان د بنى اِسرائيلو نه د خاص تُحفې په توګه ما ته وقف کړى، چې هغوئ زما خِدمت وکړى.
کله چې تۀ ليويان پاک او وقف کړې، نو هغوئ د خِدمت دپاره مقدسې خېمې ته دننه تلے شى.