Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




شمېر 3:45 - Pakistani Yousafzai Pashto

45 ”اوس د بنى اِسرائيلو د ټولو مشرانو زامنو په ځائ ليويان وقف کړه چې زما شى او د بنى اِسرائيلو د وړومبو پېدا شوو څاروو په ځائ د ليويانو څاروى وقف کړه. زۀ مالِک خُدائ يم.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




شمېر 3:45
7 Iomraidhean Croise  

خو تاسو به د هر يو وړومبنى پېدا شوى خر په بدل کښې يو ګډُورے پېش کوئ. خو کۀ تاسو دا واپس نۀ اخلئ، نو څټ يې مات کړئ. هر يو وړومبے پېدا شوے زوئ به په بيعه اخلئ. هيڅ څوک به زما په حضور کښې خالى لاسونه نۀ حاضريږى.


او تاسو به پوهه شئ چې ما تاسو ته دا حکم درلېږلے دے چې زما لوظ به د ليويانو سره جارى وى،“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى.


زۀ هغه څوک يم چا چې ستا خپلوان ليويان ستا دپاره د يوې تُحفې په توګه د بنى اِسرائيلو نه خوښ کړى دى. هغوئ ما ته وقف دى، چې هغوئ په خېمه کښې خپلې ذمه وارۍ تر سره کړى.


”ليويان دې اوس زما شى. کله چې ما د مِصريانو وړومبى پېدا شوى نران ووژل، نو د بنى اِسرائيلو د هر خاندان مشر زوئ او وړومبے پېدا شوے ځناور وقف کړے شول چې زما شى. خو اوس د بنى اِسرائيلو د مشرانو زامنو په ځائ ليويان به زما شى. زۀ مالِک خُدائ يم.“


بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل،


د بنى اِسرائيلو د ټولو مشرانو زامنو په ځائ ليويان زما دى او هغوئ صِرف زما دى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan