37 هغوئ د ستنو، پښو، موږو او د دربار د بهرنۍ رسو د خيال ساتلو ذمه وار وُو.
په خېمه کښې چې څومره سامان استعماليږى او د خېمې او دربار دپاره ټول موږى به د زېړو نه جوړولے شى.
هغوئ د مقدسې خېمې د چوکاټونو، دُرشلو، ستنو، پښو او د دې په نورو ټولو څيزونو ذمه وار مقرر شول. هغوئ د هغه ټول خِدمت ذمه وار وُو چې د دې څيزونو سره يې تعلق لرلو.
موسىٰ، هارون او د هغۀ زامنو نمرخاتۀ طرف ته د مقدسې خېمې په مخکښې خېمې ودرولې. هغوئ د هغه خِدمت ذمه وار وُو چې د بنى اِسرائيلو دپاره په مقدس ځائ کښې کېدلو. بل هر چا چې د دې د کولو کوشش کړے وے نو هغه به وژلے شو.
مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل چې، ”د هغه ليويانو مردمشمارى وکړه چې د مراريانو قبيلې دى، هغوئ قبيله په قبيله او خاندان په خاندان وشمېره،