36 هغوئ د مقدسې خېمې د چوکاټونو، دُرشلو، ستنو، پښو او د دې په نورو ټولو څيزونو ذمه وار مقرر شول. هغوئ د هغه ټول خِدمت ذمه وار وُو چې د دې څيزونو سره يې تعلق لرلو.
دا د کيکر لرګى په څلورو ستنو باندې، په کُنډو کښې راځوړنده کړه په کومو ستنو چې د سرو زرو پترى خېژولے شوى وى او د سپينو زرو په څلورو پښو باندې به ولاړې وى.
د دې پړدې دپاره د سرو زرو کُنډې جوړې کړه او د کيکر لرګى نه پينځۀ ستنې جوړې کړه چې د سرو زرو پترى ورباندې خېژولے شوى وى، او د دې ستنو دپاره پينځۀ د زېړو پښې جوړې کړه.
يعنې خېمه، د دې پړده او د دې پاسنۍ پړده، د دې کُنډې، چوکاټونه، د دې درشلې، ستنې او د دې پښې،
د خېمې او د دربار د پړدو دپاره موږى او رسۍ،
هغوئ د کيکر د لرګى نه څلور ستنې جوړې کړې چې پړده په کښې په کُنډو کښې راځوړنده شى، په دې ستنو باندې د سرو زرو پترى خېژولے شوى وُو. بيا هغوئ څلور د سپينو زرو پښې ورله جوړې کړې چې ستنې ونيسى.
هغوئ خېمه او د هغې ټول سامان موسىٰ له راوړو، د دې کُنډې، چوکاټونه، لاړى، ستنې او د دې پښې،
مراريانو د مقدسې خېمې شمالى طرف ته خېمې ودرولې، د صورىاېل سره چې د ابىخېل زوئ او د قبيلې مشر وو.
هغوئ د ستنو، پښو، موږو او د دربار د بهرنۍ رسو د خيال ساتلو ذمه وار وُو.
او څلور ګاډۍ او اتۀ غوَيان يې مراريانو له ورکړل. دا ټول خِدمت د هارون زوئ اِتمر د رهنمايۍ لاندې وشو.