Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




شمېر 3:35 - Pakistani Yousafzai Pashto

35 مراريانو د مقدسې خېمې شمالى طرف ته خېمې ودرولې، د صورى‌اېل سره چې د ابى‌خېل زوئ او د قبيلې مشر وو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




شمېر 3:35
5 Iomraidhean Croise  

خو ليويان به د مقدسې خېمې د حِفاظت دپاره د دې نه ګېرچاپېره خېمې ولګوى، چې څوک نزدې رانۀ شى، هسې نه چې د بنى اِسرائيلو قوم ته زۀ په قهر شم.“


شمال طرف ته، څوک چې د دان د لښکر د جنډې لاندې وى نو هغوئ به په خپلو قبيلو کښې خېمې ودروى، د هغوئ د قبيلو د مشرانو نومونه دا دى. د دان قبيلې مشر اخيعزر زوئ د عمى‌شدى، د قبيلې شمېر دوه شپېتۀ زره او اووۀ سوه کسان دى، د آشر قبيلې مشر فجعى‌اېل زوئ د عکران، د قبيلې شمېر يو څلوېښت زره او پينځۀ سوه کسان دى، د نفتالى قبيلې مشر اخيرع زوئ د عينان، د قبيلې شمېر درې پنځوس زره او څلور سوه کسان دى. دا ټول په شمېر کښې يو لاک اووۀ پنځوس زره او شپږ سوه کسان دى. په آخر کښې به د دان لښکر روان وى.


د هغه ټولو نرانو شمېر شپږ زره او دوه سوه کسان وُو چې د هغوئ عُمر يوه مياشت يا د دې نه زيات وو.


هغوئ د مقدسې خېمې د چوکاټونو، دُرشلو، ستنو، پښو او د دې په نورو ټولو څيزونو ذمه وار مقرر شول. هغوئ د هغه ټول خِدمت ذمه وار وُو چې د دې څيزونو سره يې تعلق لرلو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan