33 د محلى او موشى دواړه خاندانه د مرارى د قبيلې نه وې.
د مرارى دوه زامن محلى او موشى وُو. د محلى هم دوه زامن اِلىعزر او قيس وو،
او مرارى د محلى او موشى پلار وو. دا د نسبنامې په مطابق د ليويانو قبيلې دى.
د هغوئ په اولاد کښې دا وړې قبيلې هم شاملى دى، لِبنى، حبرون، محلى، موشى او قورح. قُهات د عُمرام پلار وو،
د ليويانو مشر د هارون اِمام زوئ اِلىعزر وو. د هغۀ مشرى په هغه کسانو باندې وه چې کومو په مقدس ځائ کښې کار کولو.
د هغه ټولو نرانو شمېر شپږ زره او دوه سوه کسان وُو چې د هغوئ عُمر يوه مياشت يا د دې نه زيات وو.
مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل چې، ”د هغه ليويانو مردمشمارى وکړه چې د مراريانو قبيلې دى، هغوئ قبيله په قبيله او خاندان په خاندان وشمېره،