Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




شمېر 3:32 - Pakistani Yousafzai Pashto

32 د ليويانو مشر د هارون اِمام زوئ اِلى‌عزر وو. د هغۀ مشرى په هغه کسانو باندې وه چې کومو په مقدس ځائ کښې کار کولو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




شمېر 3:32
12 Iomraidhean Croise  

د دې نه علاوه، فوجى آفسر، مشر اِمام شراياه، ورپسې اِمام صفنياه او د مالِک خُدائ د کور نور درې اهم خادمان قېديان بوتلل.


زوئ د ابيسوع، زوئ د فينحاس، زوئ د اِلى‌عزر او زوئ د هارون څوک چې مشر اِمام وو.


هغه سړى ما ته ووئيل، د کومې کوټې چې د جنوب طرف ته يې مخه ده د هغه اِمامانو دپاره ده څوک چې د مالِک خُدائ په کور کښې مشران دى.


د هغوئ ذمه وارى د دې څيزونو خيال ساتل وُو يعنې د لوظ صندوق، مېز، ډيوټ، قربان‌ګاه، د هغه لوښو چې اِمامان يې په مقدس ځائ کښې استعمالوى او زيات مقدس ځائ ته د ننوتلو پړده. هغوئ د هغه ټول خِدمت ذمه وار وُو چې د دې څيزونو سره يې تعلق لرلو.


د محلى او موشى دواړه خاندانه د مرارى د قبيلې نه وې.


د هارون اِمام زوئ اِلى‌عزر به د ټولې مقدسې خېمې او د ډيوو دپاره د تېلو، د خوشبويۍ، د غلې نذرانو، د غوړولو تېلو او په خېمه کښې د نورو ټولو څيزونو ذمه وار وى کوم چې مالِک خُدائ ته وقف شوى دى.


موسىٰ او هارون به جيرسونيانو ته د خدمت کولو هدايت ورکوى او د هغوئ کارونه به ګورى چې هغه څۀ يې سر ته رسولې دى کۀ نه کوم چې هارون او د هغۀ زامنو ورته حواله کړى دى.


د هغې نه پس، هغه د خپل هغه ليوى سره مدد کولے شى کوم چې په خېمه کښې خپله ذمه وارى ادا کوى، خو په خپله به هيڅ خِدمت نۀ کوى. نو داسې به تاسو ليويانو ته ذمه وارۍ حواله کوئ.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan