28 د هغه ټولو نرانو شمېر اتۀ زره او شپږ سوه کسان وُو چې د هغوئ عُمر يوه مياشت يا د دې نه زيات وو.
عُمرام، اِضهار، حبرون او عُزىاېل څلور واړه خاندانه د قُهات د قبيلې نه وُو.
قُهاتيانو د مقدسې خېمې جنوبى طرف ته خېمې ودرولې،
د هغوئ ذمه وارى د دې څيزونو خيال ساتل وُو يعنې د لوظ صندوق، مېز، ډيوټ، قربانګاه، د هغه لوښو چې اِمامان يې په مقدس ځائ کښې استعمالوى او زيات مقدس ځائ ته د ننوتلو پړده. هغوئ د هغه ټول خِدمت ذمه وار وُو چې د دې څيزونو سره يې تعلق لرلو.
هغوئ به زما د حضور په مقدسه خېمه کار کوى او د اِمامانو او د ټول قوم دپاره به ذمه وارى پوره کوى.