27 عُمرام، اِضهار، حبرون او عُزىاېل څلور واړه خاندانه د قُهات د قبيلې نه وُو.
د قُهات څلور زامن وُو، عُمرام، اِضهار، حبرون او عُزىاېل.
د عُمرام، اِضهار، حبرون او عُزىاېل اولاد ته هم ذمه وارۍ حواله شوې وې.
د حبرون د قبيلې نه حسبياه او د هغۀ اوولس سوه خپلوان، چې تکړه سړى وُو هغوئ د اُردن سيند نمرپرېواتۀ طرف ته په اِسرائيل کښې د مالِک خُدائ د خِدمت او د بادشاه د کار مشران مقرر شوى وُو.
هغه سړى ما ته ووئيل، د کومې کوټې چې د جنوب طرف ته يې مخه ده د هغه اِمامانو دپاره ده څوک چې د مالِک خُدائ په کور کښې مشران دى.
د هغه پړدو چې د خېمې د دربار او د قربانګاه نه ګېرچاپېره وې او دربار ته د ننوتلو د دروازې پړدې. هغوئ د هغه ټول خِدمت ذمه وار وُو چې د دې څيزونو سره يې تعلق لرلو.
د هغه ټولو نرانو شمېر اتۀ زره او شپږ سوه کسان وُو چې د هغوئ عُمر يوه مياشت يا د دې نه زيات وو.
”د ليويانو مردمشمارى وکړه چې هغوئ قُهاتيان دى. هغوئ دې قبيله په قبيله او خاندان په خاندان وشمېرلے شى،
د قُهات باقى پاتې قبيلې ته د اِفرائيم، دان او نمرپرېواتۀ طرف ته منسى د علاقو نه لس ښارونه حواله کړے شول.