23 جيرسونيانو نمرپرېواتۀ طرف ته د مقدسې خېمې نه وروستو خېمې ودرولې،
خو ليويان به د مقدسې خېمې د حِفاظت دپاره د دې نه ګېرچاپېره خېمې ولګوى، چې څوک نزدې رانۀ شى، هسې نه چې د بنى اِسرائيلو قوم ته زۀ په قهر شم.“
بيا دې د اولنو دوه لښکرو او د وروستنو دوه لښکرو په مينځ کښې ليويان روان شى چې مقدسه خېمه يوسى. هر يو لښکر به هم په هغه ترتيب روان وى چې څنګه خېمې ودروى، هر يو به په خپل خپل ځائ د خپلې جنډې لاندې وى.
هغه ټول نران په شمېر کښې اووۀ زره او پينځۀ سوه کسان وُو چې عُمر يې يوه مياشت يا د دې نه زيات وو.
د اِلياسف سره چې د لااېل زوئ او د جيرسون قبيلې مشر وو.