2 د هارون څلور زامن وُو، ندب چې د ټولو مشر وو، ابيهُو، اِلىعزر او اِتمر.
دا د خِدمت هغه قبيلې دى چې د هارون اولاد په کښې تقسيم وو. د هارون څلور زامن وُو: ندب، ابيهُو، اِلىعزر او اِتمر.
ندب او ابيهُو د خپل پلار د مرګ نه مخکښې مړۀ شول او د هغوئ اولاد نۀ وو، نو د هغوئ وروڼه اِلىعزر او اِتمر اِمامان شول.
د عُمرام دوه زامن هارون او موسىٰ وُو او يوه يې لور مريم وه. د هارون څلور زامن وُو: ندب، ابيهُو، اِلىعزر او اِتمر.
خپل ورور هارون او د هغۀ زامن، ندب، ابيهُو، اِلىعزر او اِتمر ځان له راوله. هغوئ د بنى اِسرائيلو د مينځ نه رابېل کړه، چې د اِمامانو په توګه زما خِدمت کوى.
هارون د عمىنداب لور اليسبع وادۀ کړه چې هغه د نحشون خور وه، د هغې نه يې ندب، ابيهُو، اِلىعزر او اِتمر پېدا شول.
نو د هارون زامنو ندب او ابيهُو، هر يو خپل مجمر واخستلو او ژوندى سکارۀ يې په کښې واچول، خوشبوئى يې ورباندې واچوله او دا يې مالِک خُدائ ته پېش کړل. خو دا اور خُدائ پاک ته قبول نۀ وو، ځکه چې مالِک خُدائ هغوئ له د دې د پېش کولو حُکم نۀ وو ورکړے.
موسىٰ هارون او د هغۀ دوه پاتې شوو زامنو، اِلىعزر او اِتمر ته وفرمائيل، ”د غلې هغه نذرانه واخلئ کومه چې مالِک خُدائ ته په اور سوزېدونکې نذرانې نه پاتې شوې ده، پتيره روټۍ د دې سره پخه کړئ او د قربانګاه په خوا کښې يې وخورئ، ځکه چې دا نذرانه ډېره مقدسه ده.
د هارون دا څلور زامن وُو، ندب، ابيهُو، اِلىعزر او اِتمر.