40 نو موسىٰ بنى اِسرائيلو ته هغه هر څۀ وفرمائيل چې مالِک خُدائ هغۀ ته د څۀ حُکم کړے وو.
موسىٰ هر څۀ هم هغه شان وکړل چې څنګه مالِک خُدائ حُکم ورکړے وو.
دا اصُول د سوزېدونکې نذرانې، د غلې دانې نذرانې، د څښلو نذرانې او د سلامتۍ نذرانې دپاره دى چې تاسو يې مالِک خُدائ ته په خپلو مقررو اخترونو کښې پېش کوئ. دا د هغه نذرانو نه علاوه دى چې تاسو يې د يوې منښتې د پوره کېدو د نذرانو يا د رضاکارانه نذرانو په توګه ورکوئ.“
موسىٰ د بنى اِسرائيلو د قبيلو مشرانو ته دا اصُول وښودل.
او دا تعليم ورکوئ چې په هغه ټولو خبرو عمل کوئ چې ما تاسو ته حکم کړے دے. او دا يقين ساتئ چې زۀ به تل او تر قيامته پورې تاسو سره يم.“
ځکه چې ما تاسو ټولو نه د خُدائ پاک مقصد او يوه خبره هم د بيانولو نه، نۀ ده پټه کړې.
ما د ټولو نه اول هغه اهم خبره تاسو ته در ورسوله کومه چې ما ته رارسېدلې وه چې د صحيفو په مطابق مسيح زمونږ د ګناهونو دپاره مړ شو،
ما تاسو ته هغه ټول قانون ښودلے دے، کوم چې مالِک خُدائ زما خُدائ پاک ما ته ښودلے دے چې تاسو هغه قانون په هغه مُلک کښې پوره کړئ چې د قبضه کولو دپاره ورباندې حمله کوئ.
هغه د هغه خُدائ پاک وفادار شو چا چې هغه منتخب کړے وو او لکه څنګه چې موسىٰ د خُدائ پاک په ټول کور کښې وفادار وو.
موسىٰ د خُدائ پاک په ټول کور کښې د خادِم په شان وفادار وو د دې دپاره چې د راتلونکو خبرو ګواهى ورکړى.