شمېر 29:39 - Pakistani Yousafzai Pashto39 دا اصُول د سوزېدونکې نذرانې، د غلې دانې نذرانې، د څښلو نذرانې او د سلامتۍ نذرانې دپاره دى چې تاسو يې مالِک خُدائ ته په خپلو مقررو اخترونو کښې پېش کوئ. دا د هغه نذرانو نه علاوه دى چې تاسو يې د يوې منښتې د پوره کېدو د نذرانو يا د رضاکارانه نذرانو په توګه ورکوئ.“ Faic an caibideil |
مونږ به د خُدائ پاک د کور د عبادت دپاره د دې څيزونو بندوبست کوُو، مقدسه روټۍ، د هرې ورځې د غلې نذرانه، هغه ځناور چې هره ورځ د قربانۍ په توګه سوزولے شى، د سبت د ورځو، د نوې مياشتې د اختر او د نورو اخترونو دپاره مقدسې نذرانې، د بنى اِسرائيلو د ګناه کفارې دپاره نذرانې او هغه بل هر يو څيز چې د خُدائ پاک په کور کښې يې ضرورت وى.