17 په دوېمه ورځ دولس سخى، دوه ګډان او څوارلس يو کلن ګډُورى پېش کړئ، چې په يو کښې هم هيڅ عېب نۀ وى.
تۀ خو د چا نه قربانۍ او نذرانې نۀ غواړې، تا زۀ په دې خبره باندې پوهه کړم، د هيچا نه هم سوزېدونکې يا د ګناه نذرانې نۀ غواړې.
دا به مالِک خُدائ د غوَيى د قربانۍ نه زيات خوشحاله کړى، د دې نه زيات چې پوره غوَيے ورته د ښکرونو او سومونو سره وړاندې کړى.
تاسو به يو ګډُورے يا د چېلۍ بچے خوښ کړئ، خو دا دې خامخا د يو کال نر وى چې هيڅ عېب په کښې نۀ وى.
مالِک خُدائ فرمائى، ”کۀ تاسو بېشمېره قربانيانې پېش کړئ نو زما پرې څۀ؟ زۀ د ښو ځناورو وازګې او د ګډانو د سوزېدونکو قربانو نه پوزې له راغلے يم. په دې زۀ نۀ خوشحالېږم چې تاسو ما ته د غوَيانو، ګډو او د چېلو وينې پېش کوئ.
زۀ غواړم چې تاسو وفادارى وښايئ نه چې قربانى وکړئ. ستاسو د سوزېدونکو نذرانو نه زيات زۀ غواړم چې تاسو ما وپېژنئ.
اووۀ ورځې تاسو هره ورځ يوه په اور تيارېدونکې نذرانه پېش کوئ. په اتمه ورځ بيا د عبادت دپاره راغونډ شئ او په اور تيارېدونکې نذرانه پېش کړئ. دا د عبادت ورځ ده او چې هيڅ کار په کښې ونۀ کړئ.
په وړومبۍ ورځ په اور تيارېدونکې نذرانه مالِک خُدائ ته پېش کوئ، د دې خوشبو په هغۀ باندې ښۀ لګى، ديارلس سخى، دوه ګډان او څوارلس يو کلن ګډُورى، چې په يو کښې هم هيڅ عېب نۀ وى.
نو په دې وجه، زما وروڼو او خوېندو، زۀ د خُدائ پاک د رحمتونو په وسيله تاسو ته منت کوم چې خپل ځانونه خُدائ پاک ته د داسې ژوندۍ قربانۍ دپاره وړاندې کړئ چې هغۀ ته مقدسه او قبوله وى، او هم دا ستاسو اصلى عبادت دے.
کله چې خُدائ پاک د نوې لوظ خبرې وکړې نو اولنے يې منسوخ کړو، او کوم څيز چې منسوخ او زوړ شى هغه به زر فنا شى.