Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




شمېر 29:13 - Pakistani Yousafzai Pashto

13 په وړومبۍ ورځ په اور تيارېدونکې نذرانه مالِک خُدائ ته پېش کوئ، د دې خوشبو په هغۀ باندې ښۀ لګى، ديارلس سخى، دوه ګډان او څوارلس يو کلن ګډُورى، چې په يو کښې هم هيڅ عېب نۀ وى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




شمېر 29:13
11 Iomraidhean Croise  

هغوئ د اصُولو په مطابق د جونګړو اختر وکړو، هغوئ هره ورځ د هغه ورځې مقررې قربانۍ پېش کولې،


کۀ هغه خپل څاروے د سوزېدونکې نذرانې په توګه پېش کوى، نو هغه دې د رمې نه يو نر څاروے راولى چې هيڅ عېب په کښې نۀ وى. هغه دې دا د مالِک خُدائ د حضور مقدسې خېمې د دروازې په خولۀ کښې حاضر کړى، نو مالِک خُدائ به دا قبول کړى.


د هرې مياشتې په شروع کښې مالِک خُدائ ته يوه سوزېدونکې نذرانه پېش کوئ، دوه سخى، يو ګډ، اووۀ يو کلن ګډُورى، چې په هر يو کښې هيڅ عېب نۀ وى.


په اور تيارېدونکې نذرانې په توګه مالِک خُدائ ته يوه سوزېدونکې نذرانه پېش کوئ يعنې دوه سخى، يو ګډ او اووۀ يو کلن ګډُورى، چې په دې کښې هم څۀ عېب نۀ وى.


يوه سوزېدونکې نذرانه پېش کوئ چې د هغې خوشبو په مالِک خُدائ باندې ښۀ لګى يعنې دوه سخى، يو ګډ او اووۀ يو کلن ګډُورى، چې هيڅ عېب په کښې نۀ وى.


د اوومې مياشتې په پينځلسمه ورځ د عبادت دپاره راغونډېږئ. د مالِک خُدائ په درناوى کښې اووۀ ورځې دا اختر کوئ او هيڅ کار مۀ کوئ.


د غلې صحيح نذرانه پېش کوئ چې په اوړو کښې ورسره د زيتُونو تېل ګډ وى، درې کلو اوړۀ د هر يو سخى سره، دوه کلو د هر يو ګډ سره،


مالِک خُدائ ته يو سوزېدونکې نذرانه پېش کړئ، د دې خوشبو په مالِک خُدائ باندې ښۀ لګى، يو سخے، يو ګډ، اووۀ يو کلن ګډُورى، چې په يو کښې هم هيڅ عېب نۀ وى.


مالِک خُدائ ته يوه سوزېدونکې نذرانه پېش کوئ، د دې خوشبو په هغۀ باندې ښۀ لګى، يو سخے، يو ګډ، اووۀ يو کلن ګډُورى، چې په يو کښې هم هيڅ عېب نۀ وى.


نو په دې وجه، زما وروڼو او خوېندو، زۀ د خُدائ پاک د رحمتونو په وسيله تاسو ته منت کوم چې خپل ځانونه خُدائ پاک ته د داسې ژوندۍ قربانۍ دپاره وړاندې کړئ چې هغۀ ته مقدسه او قبوله وى، او هم دا ستاسو اصلى عبادت دے.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan