Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




شمېر 29:12 - Pakistani Yousafzai Pashto

12 د اوومې مياشتې په پينځلسمه ورځ د عبادت دپاره راغونډېږئ. د مالِک خُدائ په درناوى کښې اووۀ ورځې دا اختر کوئ او هيڅ کار مۀ کوئ.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




شمېر 29:12
16 Iomraidhean Croise  

يربعام د اتمې مياشتې په پينځلسمه ورځ په يهوداه کښې د اختر په شان يو مذهبى اختر هم مقرر کړو. د سرو زرو کوم سخى يې چې جوړ کړى وُو نو په بيت‌ايل کښې يې په قربان‌ګاه باندې هغې ته نذرانې پېش کړې او هغۀ هلته په بيت‌ايل کښې د عبادت په هغه ځايونو کښې د خِدمت دپاره اِمامان کښېنول کومې علاقائى عبادتخانې چې هغۀ جوړې کړې وې.


هغوئ د اصُولو په مطابق د جونګړو اختر وکړو، هغوئ هره ورځ د هغه ورځې مقررې قربانۍ پېش کولې،


هغوئ ته دا پته ولګېده چې هغه شريعت دا حُکم کوى کوم چې مالِک خُدائ د موسىٰ په ذريعه ورکړے وو چې د جونګړو د اختر په دوران کښې دې بنى اِسرائيليان په جونګړو کښې اوسيږى.


د اختر د وړومبۍ ورځې نه واخله تر آخرى ورځې پورې هغوئ هره ورځ د خُدائ پاک د شريعت يوه حِصه لوستله. هغوئ اووۀ ورځې دا اختر وکړو او په اتمه ورځ د اختر د ختمېدو اجتماع وشوه، هم هغه شان لکه څنګه چې په شريعت کښې لازمى شوى وُو.


چې کله تاسو خپل فصلونه رېبل شروع کوئ، نو د لَو کولو اختر کوئ په خپلو پټو کښې چې تاسو کوم تخم کَرلے وى نو د هغه فصل وړومبے پېداوار پېش کوئ او چې کله تاسو خپل فصل د پټو نه راټول کړئ نو په خزان کښې د فصل راټولولو اختر کوئ.


چې کله تاسو د غنمو وړومبنے فصل رېبل شروع کوئ نو د لَو کولو اختر کوئ او په خزان کښې د فصل راټولولو اختر کوئ.


د اختر د دې اوو ورځو په دوران کښې، کوم چې د اوومې مياشتې په پينځلسمه ورځ شروع کيږى، هغه به هم داسې نذرانې د ګناه د نذرانې، د سوزېدونکې نذرانې، د غلې او د تېلو نذرانې پېش کړى.“


د دې ورځو په اوله ورځ به تاسو د عبادت دپاره راغونډېږئ او هغه يو کار هم مۀ کوئ چې تاسو يې هره ورځ کوئ.


د اوومې مياشتې په وړومبۍ ورځ به تاسو د عبادت دپاره راغونډېږئ او په دې ورځ به هيڅ کار نۀ کيږى. په هغه ورځ به بيګل وغږيږى.


په وړومبۍ ورځ په اور تيارېدونکې نذرانه مالِک خُدائ ته پېش کوئ، د دې خوشبو په هغۀ باندې ښۀ لګى، ديارلس سخى، دوه ګډان او څوارلس يو کلن ګډُورى، چې په يو کښې هم هيڅ عېب نۀ وى.


په اتمه ورځ د عبادت دپاره راغونډېږئ او هيڅ کار مۀ کوئ.


نو کلام انسان شو او هغه زمونږ په مينځ کښې اوسېدو او مونږ د هغۀ لوئى وليدله، د واحد او د اېک يو زوئ لوئى، چې د حقيقت او وفادارۍ نه معمور وى څوک چې د پلار د خوا نه راغلے وى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan