11 د ګناه نذرانې په توګه يو چېلے هم پېش کوئ، د هغې نه علاوه کوم چېلے چې د کفارې دپاره پېش شوے وى او د هرې ورځې نذرانه د هغې د غلې نذرانې او د څښلو نذرانې سره.
خو دا د مالِک خُدائ رضا وه چې هغه ووهلے شى، او درد ورته مِلاو شى. کله چې د هغۀ ژوند د ګناه دپاره کفاره شى، د هغۀ به ډېر اولاد وى. هغه به يو اوږد عُمر تېر کړى، او د هغۀ په ذريعه به د مالِک خُدائ مقصد پوره شى.
هغه زيات مقدس ځائ ته د هغې نه پس داخلېدلے شى چې يو سخے د ګناه د نذرانې دپاره او يو ګډ د سوزېدونکې نذرانې دپاره راولى.“
د بنى اِسرائيلو قوم به هارون له د ګناه د نذرانې دپاره دوه چېلى او يو ګډ د سوزېدونکې نذرانې دپاره ورکړى.
هارون به هغه چېلے حلال کړى چې د مالِک خُدائ دپاره د پچې په ذريعه خوښ کړے شوے وى او د ګناه د نذرانې په توګه به يې پېش کړى.
او يو کلو د هر يو ګډُورى سره.
او دا نذرانې د مياشتې د وړومبۍ ورځې او د هرې ورځې د سوزېدونکې نذرانې او د غلې نذرانې نه علاوه پېش کوئ، او د هرې ورځې سوزېدونکې نذرانه ورسره د دې د غلې نذرانه او د څښلو نذرانه. په اور تيارېدونکې د دې نذرانو خوشبو په مالِک خُدائ باندې ښۀ لګى.
او هغه دې د نورو مشرانو اِمامانو په شان د دې محتاج نۀ وى چې هره ورځ اول د خپلو ګناهونو دپاره او بيا د اُمت د ګناهونو دپاره قربانۍ ورکوى ځکه چې دا کار هغۀ په يو ځل د ټولو دپاره وکړو کله چې يې خپل ځان قربان کړو.