1 د اوومې مياشتې په وړومبۍ ورځ به تاسو د عبادت دپاره راغونډېږئ او په دې ورځ به هيڅ کار نۀ کيږى. په هغه ورځ به بيګل وغږيږى.
نو داسې ټول بنى اِسرائيليان د لوظ صندوق سره يروشلم ته روان وُو. او د خوشحالۍ نه يې چغې وهلې، د بيګلو، ښکرو، چمټو او بينجو د موسيقۍ آوازونه وُو.
اګر چې خلقو تر اوسه پورې د مالِک خُدائ د کور بنياد جوړول هم شروع کړى نۀ وُو، خو هغوئ د اوومې مياشتې په اوله ورځ مالِک خُدائ ته قربانۍ سوزول شروع کړل.
اِمامان، ليويان، څوکيداران، سندرغاړى، او څۀ عام خلق، د خُدائ پاک د کور خِدمتګاران، او ټول بنى اِسرائيليان په وړو ښارونو او د يهوداه په ښارونو کښې دېره شول.
نو عزرا د شريعت کِتاب هغه ځائ ته راوړو او دا د اوومې مياشت اوله ورځ وه چرته چې خلق راغونډ وُو. په هغوئ کښې سړى، ښځې او هغه ماشومان وُو چې د هغوئ عُمر دومره وو چې په دې باندې پوهېدل.
د نوې مياشتې په ليدو سره بيګل ووهئ، او زمونږ د اختر د ورځې په راتلو سره کله چې سپوږمۍ پوره وى.
بختور دى هغوئ څوک چې ستا د خوشحالۍ آواز پېژنى او ستا ثناء صِفت کوى، اے مالِکه خُدايه، څوک چې ستا د حضور په نُور کښې قدم اوچتوى.
چې کله تاسو خپل فصلونه رېبل شروع کوئ، نو د لَو کولو اختر کوئ په خپلو پټو کښې چې تاسو کوم تخم کَرلے وى نو د هغه فصل وړومبے پېداوار پېش کوئ او چې کله تاسو خپل فصل د پټو نه راټول کړئ نو په خزان کښې د فصل راټولولو اختر کوئ.
چې کله تاسو د غنمو وړومبنے فصل رېبل شروع کوئ نو د لَو کولو اختر کوئ او په خزان کښې د فصل راټولولو اختر کوئ.
په هغه وخت به يو بيګل وغږولے شى چې د اسور او مِصر نه هغه ټول بنى اِسرائيليان راوغواړى کوم چې په جلاوطنۍ کښې وى. نو هغوئ به د هغۀ په مقدس غر په يروشلم کښې د مالِک خُدائ عبادت وکړى.
د اوومې مياشتې په وړومبۍ ورځ د آرام خاص ورځ مانځئ او چې کله بيګل وغږيږى نو د عبادت دپاره راغونډ شئ.
د دې ورځو په اوله ورځ به تاسو د عبادت دپاره راغونډېږئ او هغه يو کار هم مۀ کوئ چې تاسو يې هره ورځ کوئ.
بيا مالِک خُدائ به د هغوئ دپاسه راښکاره شى، د هغۀ غشى به لکه د برېښنا په شان ځليږى. مالِک خُدائ ربُ الافواج به بيګل وغږوى، هغه به د جنوب طرف طوفان کښې راشى.
د لَو کولو اختر په وړومبۍ ورځ، کله چې تاسو د نوې غلې نذرانه مالِک خُدائ ته پېش کوئ، نو تاسو به د عبادت دپاره راجمع کېږئ او هيڅ کار به نۀ کوئ.
د اوومې مياشتې په پينځلسمه ورځ د عبادت دپاره راغونډېږئ. د مالِک خُدائ په درناوى کښې اووۀ ورځې دا اختر کوئ او هيڅ کار مۀ کوئ.
مالِک خُدائ ته يو سوزېدونکې نذرانه پېش کړئ، د دې خوشبو په مالِک خُدائ باندې ښۀ لګى، يو سخے، يو ګډ، اووۀ يو کلن ګډُورى، چې په يو کښې هم هيڅ عېب نۀ وى.
په اتمه ورځ د عبادت دپاره راغونډېږئ او هيڅ کار مۀ کوئ.