شمېر 28:9 - Pakistani Yousafzai Pashto9 د سبت په ورځ دوه يو کلن ګډُورى چې هيڅ عېب په کښې نۀ وى، د غلې نذرانې په توګه دوه کلو اوړۀ چې د زيتُونو تېل ورسره ګډ وى او د څښلو نذرانه پېش کړئ. Faic an caibideil |
زۀ د مالِک خُدائ زما د خُدائ پاک د نوم د درناوى دپاره يو کور جوړوم. دا به يو مخصوص ځائ وى چرته به چې د هغۀ په مخکښې خوشبوئى سوزولے شى، د قربانۍ خاص روټۍ پېش کولے شى او چې په هر سحر او ماښام، د سبت په ورځ، د نوې مياشتې په اخترونو او د مالِک خُدائ زمونږ د خُدائ پاک په نورو مقررو اخترونو باندې سوزېدونکې نذرانې پېش کولے شى. هغۀ اِسرائيل له حُکم ورکړے دے چې دا کار به د همېشه دپاره کوئ.