7 د څښلو نذرانې په توګه د وړومبى ګډُورى سره، يو ليټر مے به په قربانګاه باندې تويَولے شى.
د وړومبى ګډُورى سره يو کلو د غنمو ښۀ اوړۀ پېش کړه چې د زيتُونو يو ليټر سوچه تېل ورسره ګډ وى. او يو ليټر مے د نذرانې په توګه پېش کړه.
په راتلونکى ټولو وختونو کښې، دا سوزېدونکې نذرانه زما د حضور خېمې د دروازې په خولۀ کښې به پېش کولے شى. چې هلته به تاسو د مالِک خُدائ سره ملاقات وکړئ او تا سره به خبرې وکړى.
په دې قربانګاه باندې حرامه خوشبوئى مۀ پېش کوئ او د يو ځناور نذرانه، يا د غلې نذرانه مۀ پېش کوئ او يا د څښلو څۀ نذرانه هم په دې مۀ تويَوئ.
د واديانو هوار کاڼى ستاسو معبودان دى. تاسو دې ته د څښلو نذرانې تويَوئ او د غلې نذرانې ورته پېش کوئ. ستاسو خيال دا دے څۀ چې زۀ په دې هر څۀ باندې خوشحالېږم؟
اے اِمامانو د ټاټ جامې واچوئ او وژاړئ، او ماتم وکړئ تاسو څوک چې په قربانګاه کښې خِدمت کوئ. راشئ، ټوله شپه د ټاټ په جامو کښې تېره کړئ، تاسو څوک چې د مالِک خُدائ په حضور کښې خِدمت کوئ. ځکه چې ستاسو د خُدائ کور د غلې او د څښلو د نذرانو نه محروم شو.
د غلې او د څښلو نذرانې د مالِک خُدائ په کور کښې ختمې شوې. هغه اِمامان ژاړى څوک چې د مالِک خُدائ په وړاندې خِدمت کوى.
چا ته پته ده، کېدے شى چې هغه بدل شى او زړۀ يې نرم شى او د لعنت په ځائ برکت درکړى. او تاسو لکه د مخکښې په شان د غلې او د ميو نذرانې مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک ته پېش کړے شئ.
د هغه ځناور کولمې او پتُونان دې ووينځلے شى او اِمام به دا هر څۀ په قربانګاه باندې وسوزوى، ځکه چې په اور سوزېدونکې د دې نذرانې خوشبو په مالِک خُدائ باندې ښۀ لګى.
تاسو د دې سره دوه کلو ښۀ اوړۀ چې د زيتُونو تېل ورسره ګډ وى په اور تيارېدونکې نذرانې په توګه پېش کړئ. د دې نذرانې خوشبوئى په مالِک خُدائ باندې ښۀ لګى. تاسو د دې سره يو ليټر د ميو نذرانه هم پېش کړئ.
دوه ليټره مے به ورسره هم وى. د دې نذرانې خوشبو په مالِک خُدائ باندې ښۀ لګى.
يو نيم ليټر مے به ورسره هم وى. د دې نذرانې خوشبو په مالِک خُدائ باندې ښۀ لګى.
د څښلو صحيح نذرانه د هر يو سخى سره دوه ليټره مے دى، يو نيم ليټر به د ګډ سره وى او يو ليټر به د هر يو ګډُورى سره وى. دا اصُول د سوزېدونکې نذرانې دپاره د ټول کال د هرې مياشتې د وړومبۍ ورځې دپاره دى.
د هرې ورځې د سوزېدونکې نذرانې او د غلې د نذرانې نه علاوه به تاسو دا نذرانې او د څښلو نذرانه پېش کوئ. او ياد ساتئ چې دا ځناور بېعېبه وى.
دا د هرې ورځې نذرانه ده چې پوره سوزولے شى، کومه چې مخکښې د سينا په غرۀ باندې په اور تيارېدونکې نذرانې په توګه پېش شوې وه، د دې خوشبو په مالِک خُدائ باندې ښۀ لګى.
په ماښام کښې هغه دوېم ګډُورے پېش کړئ، چې څنګه په سحر کښې پېش شوے وو. دا به د دې د څښلو نذرانې سره پېش کيږى. دا هم يوه په اور تيارېدونکې نذرانه ده، د دې خوشبو په مالِک خُدائ باندې ښۀ لګى.
خو کۀ ستاسو په قربانۍ او ستاسو د ايمان د نذرانې دپاسه زما وينه لکه د ميو په شان واچولے شى نو زۀ به خوشحاله يم او ستاسو ټولو په خوشحالۍ کښې به شريک شم.