Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




شمېر 28:6 - Pakistani Yousafzai Pashto

6 دا د هرې ورځې نذرانه ده چې پوره سوزولے شى، کومه چې مخکښې د سينا په غرۀ باندې په اور تيارېدونکې نذرانې په توګه پېش شوې وه، د دې خوشبو په مالِک خُدائ باندې ښۀ لګى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




شمېر 28:6
15 Iomraidhean Croise  

زۀ د مالِک خُدائ زما د خُدائ پاک د نوم د درناوى دپاره يو کور جوړوم. دا به يو مخصوص ځائ وى چرته به چې د هغۀ په مخکښې خوشبوئى سوزولے شى، د قربانۍ خاص روټۍ پېش کولے شى او چې په هر سحر او ماښام، د سبت په ورځ، د نوې مياشتې په اخترونو او د مالِک خُدائ زمونږ د خُدائ پاک په نورو مقررو اخترونو باندې سوزېدونکې نذرانې پېش کولے شى. هغۀ اِسرائيل له حُکم ورکړے دے چې دا کار به د همېشه دپاره کوئ.


هر سحر او هر ماښام به هغۀ د خپلو رَمو او څاروو نه د سوزېدونکې نذرانو دپاره ځناور ورکول او دا ځناور به د سبت په ورځ، د نوې مياشتې په اختر کښې او چې په نورو اخترونو کښې پېش کېدل، کوم چې د مالِک خُدائ په قانون کښې ليکلے شوى وُو.


هغوئ د اصُولو په مطابق د جونګړو اختر وکړو، هغوئ هره ورځ د هغه ورځې مقررې قربانۍ پېش کولې،


ستاسو د قربانيانو په وجه زۀ تاسو نۀ رټم، او ستاسو مسلسل سوزېدونکې قربانيانې زما په وړاندې دى


چې موسىٰ بره غرۀ ته ورختلو نو د وريځې مينځ ته ورننوتلو او څلوېښت ورځې او څلوېښت شپې په غرۀ کښې ايسار شو.


چې کله خُدائ پاک د سينا په غرۀ باندې د موسىٰ سره خبرې خلاصې کړې، نو هغۀ له يې هغه د کاڼى دوه تختې ورکړې چې په کومو باندې خُدائ پاک په خپله حُکمونه ليکلى وُو.


تاسو به روزانه يو سحر بل سحر د غلې نذرانه پوره کوئ، چې د يوې ايفې شپږمه به وى او پاو باندې يو ليټر تېلو سره به اوړۀ واغږئ. مالِک خُدائ ته د دې غلې د نذرانې پېش کولو حکم د تل دپاره دے.


نو د ګډُورى، د غلې او د تېلو نذرانې به هر سحر په مسلسل توګه د سوزېدونکې نذرانې دپاره پېش کيږى.“


دا هغه حُکمونه دى چې مالِک خُدائ موسىٰ له د سينا په غرۀ باندې د بنى اِسرائيلو دپاره ورکړل.


چې هارون او د هغۀ زامنو ته د سوزېدونکې نذرانو په حقله دا اصُول وښايه. يوه سوزېدونکې نذرانه به ټوله شپه په قربان‌ګاه باندې پرېښودلے شى او اور دې بل وساتلے شى.


اے بنى اِسرائيلو، کله چې تاسو د څلوېښتو کالو دپاره په بيابان کښې وئ نو ما ته مو کله قربانۍ او نذرانې راوړې دى څۀ؟


هر يو به د يو کلو اوړو د غلې نذرانې سره پېش کيږى، چې يو ليټر د زيتُونو ښۀ تېل ورسره ګډ وى.


د څښلو نذرانې په توګه د وړومبى ګډُورى سره، يو ليټر مے به په قربان‌ګاه باندې تويَولے شى.


خو کۀ ستاسو په قربانۍ او ستاسو د ايمان د نذرانې دپاسه زما وينه لکه د ميو په شان واچولے شى نو زۀ به خوشحاله يم او ستاسو ټولو په خوشحالۍ کښې به شريک شم.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan