5 هر يو به د يو کلو اوړو د غلې نذرانې سره پېش کيږى، چې يو ليټر د زيتُونو ښۀ تېل ورسره ګډ وى.
(په هغه ورځو کښې به اومر او ايفه د څيزونو تَللو دپاره استعمالېدل لکه څنګه چې نن سبا کلو يا من استعماليږى، يو اومر د ايفه لسمه حِصه ده لکه څنګه چې کلو د من څلوېښتمه يا پنځوسمه حِصه ده.)
تاسو به روزانه يو سحر بل سحر د غلې نذرانه پوره کوئ، چې د يوې ايفې شپږمه به وى او پاو باندې يو ليټر تېلو سره به اوړۀ واغږئ. مالِک خُدائ ته د دې غلې د نذرانې پېش کولو حکم د تل دپاره دے.
کله چې څوک مالِک خُدائ ته يوه د غلې نذرانه پېش کوى، نو هغه دې ښۀ اوړۀ وى. د زيتُونو تېل او خوشبودار لوبان دې په کښې واچوى،
وړومبے ګډُورے په سحر کښې پېش کوئ او دوېم په ماښام کښې،
دا د هرې ورځې نذرانه ده چې پوره سوزولے شى، کومه چې مخکښې د سينا په غرۀ باندې په اور تيارېدونکې نذرانې په توګه پېش شوې وه، د دې خوشبو په مالِک خُدائ باندې ښۀ لګى.