4 وړومبے ګډُورے په سحر کښې پېش کوئ او دوېم په ماښام کښې،
هغوئ ټول مازيګر تر ماښامه پورې چغې وهلې او ګډې وډې يې وئيلې، خو څۀ جواب رانۀ غلو او هيڅ آواز وانۀ ورېدلے شو.
د مازيګر نذرانې په وخت کښې الياس پېغمبر قربانګاه ته نزدې شو او سوال يې وکړو، ”اے مالِکه خُدايه، د اِبراهيم، اِسحاق او د يعقوب خُدايه پاکه، نن دا ثابِته کړه چې تۀ د اِسرائيل خُدائ پاک يې او زۀ ستا خِدمت کوونکے يم او دا هر څۀ ما ستا په حُکم کړى دى.
هر سحر او هر ماښام به هغوئ په قربانګاه باندې سوزېدونکې نذرانې پېش کولې. دا د هغه ليکلى قانون په مطابق وُو کوم چې مالِک خُدائ بنى اِسرائيلو له ورکړے وو.
زما دُعا دې ستا په حضور کښې د خوشبو په شان شى، او زما د لاسونو اوچتول دې تا ته لکه د ماښام د قربانۍ په شان قبول شى.
نو د دې مياشتې د څوارلسمې ورځې په ماښام، د بنى اِسرائيلو ټول قوم به دا څاروى حلال کړى.
ما لا دُعا کوله چې جبرائيل، هغه سړے چې ما مخکښې په رويا کښې ليدلے وو ما له په تېزۍ سره راغلو، د ماښام د قربانۍ وخت وو.
اے اِمامانو د ټاټ جامې واچوئ او وژاړئ، او ماتم وکړئ تاسو څوک چې په قربانګاه کښې خِدمت کوئ. راشئ، ټوله شپه د ټاټ په جامو کښې تېره کړئ، تاسو څوک چې د مالِک خُدائ په حضور کښې خِدمت کوئ. ځکه چې ستاسو د خُدائ کور د غلې او د څښلو د نذرانو نه محروم شو.
کۀ يو کس يو ګډُورے پېش کوى،
دا په اور تيارېدونکې نذرانې دى چې مالِک خُدائ ته پېش کيږى، د هرې ورځې سوزېدونکې نذرانې دپاره، دوه يو کلن ګډُورى چې هيڅ عېب په کښې نۀ وى.
هر يو به د يو کلو اوړو د غلې نذرانې سره پېش کيږى، چې يو ليټر د زيتُونو ښۀ تېل ورسره ګډ وى.