31 د هرې ورځې د سوزېدونکې نذرانې او د غلې د نذرانې نه علاوه به تاسو دا نذرانې او د څښلو نذرانه پېش کوئ. او ياد ساتئ چې دا ځناور بېعېبه وى.
بيا هغوئ څاروى د سوزېدونکې نذرانې دپاره د کورَنو د ډلو په مطابق په خلقو باندې تقسيم کړل، نو هغوئ دا د موسىٰ د شريعت د اصُولو په مطابق پېش کړل.
کۀ هغه خپل څاروے د سوزېدونکې نذرانې په توګه پېش کوى، نو هغه دې د رمې نه يو نر څاروے راولى چې هيڅ عېب په کښې نۀ وى. هغه دې دا د مالِک خُدائ د حضور مقدسې خېمې د دروازې په خولۀ کښې حاضر کړى، نو مالِک خُدائ به دا قبول کړى.
په اور تيارېدونکې نذرانې په توګه مالِک خُدائ ته يوه سوزېدونکې نذرانه پېش کوئ يعنې دوه سخى، يو ګډ او اووۀ يو کلن ګډُورى، چې په دې کښې هم څۀ عېب نۀ وى.
دا په اور تيارېدونکې نذرانې دى چې مالِک خُدائ ته پېش کيږى، د هرې ورځې سوزېدونکې نذرانې دپاره، دوه يو کلن ګډُورى چې هيڅ عېب په کښې نۀ وى.
د ګناه نذرانې په توګه يو چېلے هم پېش کوئ، چې ستاسو د خلقو کفاره ادا شى.