Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




شمېر 28:26 - Pakistani Yousafzai Pashto

26 د لَو کولو اختر په وړومبۍ ورځ، کله چې تاسو د نوې غلې نذرانه مالِک خُدائ ته پېش کوئ، نو تاسو به د عبادت دپاره راجمع کېږئ او هيڅ کار به نۀ کوئ.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




شمېر 28:26
13 Iomraidhean Croise  

په وړومبۍ ورځ او بيا په اوومه ورځ به تاسو زما د عبادت دپاره يو ځائ کېږئ. په دغه ورځو کښې به بل يو کار هم نۀ کوئ خو د ځان دپاره صِرف خوراک تيارولے شئ.


چې کله تاسو خپل فصلونه رېبل شروع کوئ، نو د لَو کولو اختر کوئ په خپلو پټو کښې چې تاسو کوم تخم کَرلے وى نو د هغه فصل وړومبے پېداوار پېش کوئ او چې کله تاسو خپل فصل د پټو نه راټول کړئ نو په خزان کښې د فصل راټولولو اختر کوئ.


چې کله تاسو د غنمو وړومبنے فصل رېبل شروع کوئ نو د لَو کولو اختر کوئ او په خزان کښې د فصل راټولولو اختر کوئ.


اووۀ ورځې مالِک خُدائ ته په اور تيارېدونکې نذرانې پېش کړئ. په اوومه ورځ به تاسو بيا د عبادت دپاره راغونډ شئ، خو هغه يو کار به هم نۀ کوئ کوم چې تاسو هره ورځ کوئ.


د اختر په وړومبۍ ورځ به تاسو د عبادت دپاره راغونډېږئ او هيڅ کار به نۀ کوئ.


يوه سوزېدونکې نذرانه پېش کوئ چې د هغې خوشبو په مالِک خُدائ باندې ښۀ لګى يعنې دوه سخى، يو ګډ او اووۀ يو کلن ګډُورى، چې هيڅ عېب په کښې نۀ وى.


د اوومې مياشتې په وړومبۍ ورځ به تاسو د عبادت دپاره راغونډېږئ او په دې ورځ به هيڅ کار نۀ کيږى. په هغه ورځ به بيګل وغږيږى.


خو په حقيقت کښې مسيح د مړو نه بيا راژوندے شوے دے. دغه شان هغه د مړو نه اولنے ژوندے شوے انسان دے.


هغۀ د خپل مقصد پوره کولو دپاره مونږ د حق کلام په وسيله پېدا کړُو نو چې مونږ د هغۀ په مخلوقاتو کښې وړومبۍ مېوه شُو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan