23 دا ټولې نذرانې د هر سحر د سوزېدونکې نذرانې نه علاوه پېش کوئ.
دا د هر سبت ورځې سوزېدونکې نذرانه د هرې ورځې د سوزېدونکې او د څښلو نذرانې نه علاوه ده.
هم دغه شان، اووۀ ورځې مالِک خُدائ ته په اور تيارېدونکې نذرانې پېش کوئ، دا خوشبو په هغۀ باندې ښۀ لګى. دا د هرې ورځې سوزېدونکې نذرانې او د څښلو نذرانې نه علاوه پېش کوئ.
دا په اور تيارېدونکې نذرانې دى چې مالِک خُدائ ته پېش کيږى، د هرې ورځې سوزېدونکې نذرانې دپاره، دوه يو کلن ګډُورى چې هيڅ عېب په کښې نۀ وى.