20 د غلې صحيح نذرانه پېش کوئ چې په هغه اوړو کښې د زيتُونو تېل ګډ وى، درې کلو د هر يو سخى سره، دوه کلو د ګډ سره،
په اتمه ورځ به هغه دوه ګډُورى او يوه ګډورۍ چې د يو کال وى او هيڅ عېب په کښې نۀ وى، درې کلو اوړۀ چې د زيتُونو تېل ورسره ګډ وى او د ليټر درېمه حِصه د زيتُونو تېل دې راوړى.
په اور تيارېدونکې نذرانې په توګه مالِک خُدائ ته يوه سوزېدونکې نذرانه پېش کوئ يعنې دوه سخى، يو ګډ او اووۀ يو کلن ګډُورى، چې په دې کښې هم څۀ عېب نۀ وى.
او يو کلو د هر يو ګډُورى سره.