Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




شمېر 28:19 - Pakistani Yousafzai Pashto

19 په اور تيارېدونکې نذرانې په توګه مالِک خُدائ ته يوه سوزېدونکې نذرانه پېش کوئ يعنې دوه سخى، يو ګډ او اووۀ يو کلن ګډُورى، چې په دې کښې هم څۀ عېب نۀ وى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




شمېر 28:19
11 Iomraidhean Croise  

بيا هغوئ څاروى د سوزېدونکې نذرانې دپاره د کورَنو د ډلو په مطابق په خلقو باندې تقسيم کړل، نو هغوئ دا د موسىٰ د شريعت د اصُولو په مطابق پېش کړل.


کۀ هغه خپل څاروے د سوزېدونکې نذرانې په توګه پېش کوى، نو هغه دې د رمې نه يو نر څاروے راولى چې هيڅ عېب په کښې نۀ وى. هغه دې دا د مالِک خُدائ د حضور مقدسې خېمې د دروازې په خولۀ کښې حاضر کړى، نو مالِک خُدائ به دا قبول کړى.


کۀ تاسو يو داسې ځناور پېش کوئ چې څۀ عېب په کښې وى، نو مالِک خُدائ به دا نۀ قبلوى.


د غلې صحيح نذرانه پېش کوئ چې په هغه اوړو کښې د زيتُونو تېل ګډ وى، درې کلو د هر يو سخى سره، دوه کلو د ګډ سره،


د هرې ورځې د سوزېدونکې نذرانې او د غلې د نذرانې نه علاوه به تاسو دا نذرانې او د څښلو نذرانه پېش کوئ. او ياد ساتئ چې دا ځناور بې‌عېبه وى.


مالِک خُدائ ته يوه سوزېدونکې نذرانه پېش کوئ، د دې خوشبو په هغۀ باندې ښۀ لګى، يو سخے، يو ګډ، اووۀ يو کلن ګډُورى، چې په يو کښې هم هيڅ عېب نۀ وى.


خو کۀ په يو ځناور کښې څۀ عېب وى، کۀ هغه ګوډ وى، ړوند يا څۀ بل غټ نقص په کښې وى، نو تاسو به هغه مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک ته نۀ قربانى کوئ.


د مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک د فسحې اختر د قربانۍ دپاره هلته خپل يو ګډ يا يو څاروے حلال کړئ کوم ځائ چې هغۀ د خپل نوم د درناوى دپاره خوښ کړے وى.


بلکې د مسيح قيمتى وينه وه. هم هغه لکه د روغ رمټ او بې‌داغه ګډُورى په شان قربان شو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan