15 او يو چېلے د ګناه د نذرانې په توګه مالِک خُدائ ته پېش کړئ، دا به د هرې ورځې د سوزېدونکې نذرانې او د څښلو د نذرانې نه به علاوه وى.
بيا هغوئ يو چېلے حلال کړو او د يوسف چُوغه يې په وينه کښې ډُوبه کړه.
د هغې نه پس، هغه به چېلے د خلقو دپاره د ګناه د نذرانې په توګه حلال کړى، وينه به يې زيات مقدس ځائ ته راوړى، د صندوق د کفارې په تخت او په مخکښې به يې وشيندى، هم هغه شان چې څنګه يې د غوَيى د وينې سره کړى وُو.
نو په دې کولو سره به هغه د زيات مقدس ځائ د پاکوالى کفاره ادا کړى چې د بنى اِسرائيلو د ناپاکۍ او د ټولو ګناهونو نه پاک شى. هغه به د مقدسې خېمې دپاره خامخا داسې وکړى، ځکه چې هغه د کېمپ په مينځ کښې ولاړه ده، کوم ځائ چې ناپاک دے.
او چې د خپلې ګناه پته ورته ولګى، نو هغه به د خپلې نذرانې په توګه يو چېلے راولى چې هيڅ عېب په کښې نۀ وى.
کۀ يوه داسې غلطى شوې وى چې قوم ته پته نۀ وى لګېدلې، نو هغوئ به يو غوَيے د سوزېدونکې نذرانې په توګه پېش کړى، د دې خوشبو په مالِک خُدائ باندې ښۀ لګى، دا به د معيارى غلې نذرانې او د څښلو نذرانې سره پېش کيږى. د دې نه علاوه، هغوئ به يو چېلے د ګناه نذرانې په توګه هم پېش کوى.
د څښلو صحيح نذرانه د هر يو سخى سره دوه ليټره مے دى، يو نيم ليټر به د ګډ سره وى او يو ليټر به د هر يو ګډُورى سره وى. دا اصُول د سوزېدونکې نذرانې دپاره د ټول کال د هرې مياشتې د وړومبۍ ورځې دپاره دى.
د ګناه نذرانې په توګه يو چېلے هم پېش کوئ، چې د خلقو کفاره ادا شى.
دا په اور تيارېدونکې نذرانې دى چې مالِک خُدائ ته پېش کيږى، د هرې ورځې سوزېدونکې نذرانې دپاره، دوه يو کلن ګډُورى چې هيڅ عېب په کښې نۀ وى.
د ګناه نذرانې په توګه يو چېلے هم پېش کوئ، چې ستاسو د خلقو کفاره ادا شى.
د هرې ورځې سوزېدونکې نذرانې، د غلې نذرانې او د څښلو نذرانې نه علاوه د ګناه نذرانې په توګه يو چېلے هم پېش کوئ.
د ګناه نذرانې په توګه يو چېلے هم پېش کوئ نو په دې سره د خپل ځان کفاره ادا کوئ.
او هغه څۀ چې شريعت نۀ شُو پوره کولے ځکه چې زمونږ د ګناه فطرت کمزورے وو، نو خُدائ پاک داسې وکړل چې خپل زوئ يې په ګناه ګار انسانى وجود کښې راولېږلو او د ګناه کفاره يې کړو. او دغسې هغۀ ګناه په انسانى فطرت کښې مجرمه کړه،
خُدائ پاک مسيح زمونږ د ګناهونو دپاره فديه کړو چا چې کله هم ګناه نۀ وه کړې، د دې دپاره چې مونږ د هغۀ په وسيله د خُدائ پاک په وړاندې صادق ثابت شُو.