شمېر 28:11 - Pakistani Yousafzai Pashto11 د هرې مياشتې په شروع کښې مالِک خُدائ ته يوه سوزېدونکې نذرانه پېش کوئ، دوه سخى، يو ګډ، اووۀ يو کلن ګډُورى، چې په هر يو کښې هيڅ عېب نۀ وى. Faic an caibideil |
زۀ د مالِک خُدائ زما د خُدائ پاک د نوم د درناوى دپاره يو کور جوړوم. دا به يو مخصوص ځائ وى چرته به چې د هغۀ په مخکښې خوشبوئى سوزولے شى، د قربانۍ خاص روټۍ پېش کولے شى او چې په هر سحر او ماښام، د سبت په ورځ، د نوې مياشتې په اخترونو او د مالِک خُدائ زمونږ د خُدائ پاک په نورو مقررو اخترونو باندې سوزېدونکې نذرانې پېش کولے شى. هغۀ اِسرائيل له حُکم ورکړے دے چې دا کار به د همېشه دپاره کوئ.
مونږ به د خُدائ پاک د کور د عبادت دپاره د دې څيزونو بندوبست کوُو، مقدسه روټۍ، د هرې ورځې د غلې نذرانه، هغه ځناور چې هره ورځ د قربانۍ په توګه سوزولے شى، د سبت د ورځو، د نوې مياشتې د اختر او د نورو اخترونو دپاره مقدسې نذرانې، د بنى اِسرائيلو د ګناه کفارې دپاره نذرانې او هغه بل هر يو څيز چې د خُدائ پاک په کور کښې يې ضرورت وى.
هغه جينکو ووئيل، ”آو، هغه شته. ګورئ، هغه ستاسو نه لږ وړاندې دے. کۀ تاسو تېز شئ، نو هغۀ ته به ورسېږئ. چې څنګه تاسو ښار ته لاړ شئ، نو هغه به ووينئ. هغه ښار ته هم نن رسېدلے دے نو ځکه خلق په غرۀ کښې په قربانګاه باندې نذرانه پېش کوى. کوم خلق چې راغوښتلے شوى دى هغوئ به تر هغې پورې خوراک نۀ شروع کوى چې هغه هلته تلے نۀ وى، ځکه چې هغه اول قربانۍ له برکت ورکوى. اوس بره لاړ شئ، نو هغه به سمدستى ووينئ.“