Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




شمېر 28:10 - Pakistani Yousafzai Pashto

10 دا د هر سبت ورځې سوزېدونکې نذرانه د هرې ورځې د سوزېدونکې او د څښلو نذرانې نه علاوه ده.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




شمېر 28:10
16 Iomraidhean Croise  

زۀ د مالِک خُدائ زما د خُدائ پاک د نوم د درناوى دپاره يو کور جوړوم. دا به يو مخصوص ځائ وى چرته به چې د هغۀ په مخکښې خوشبوئى سوزولے شى، د قربانۍ خاص روټۍ پېش کولے شى او چې په هر سحر او ماښام، د سبت په ورځ، د نوې مياشتې په اخترونو او د مالِک خُدائ زمونږ د خُدائ پاک په نورو مقررو اخترونو باندې سوزېدونکې نذرانې پېش کولے شى. هغۀ اِسرائيل له حُکم ورکړے دے چې دا کار به د همېشه دپاره کوئ.


هغۀ د هرې مقدسې ورځې دپاره د موسىٰ د شريعت د حُکم په مطابق سوزېدونکې نذرانې پېش کړې، د سبت د ورځو، د نوې مياشتې اخترونو او د کال درې کلنى اخترونو: د پتيرې روټۍ اختر، د رېبلو اختر او د جونګړو اختر.


تاسو چې ما له کومې نذرانې راوړئ دا بې‌فائدې دى. تاسو چې د خوشبويۍ کومې مصالحې سوزوئ نو د هغې نه زۀ نفرت کوم. زۀ ستاسو د نوې مياشتې اخترونه، ستاسو د سبت ورځې او ستاسو مذهبى اجتماعګانې نۀ شم برداشت کولے، دا هر څۀ ستاسو د ګناهونو په وجه خراب شوى دى.


دا ټولې نذرانې د هر سحر د سوزېدونکې نذرانې نه علاوه پېش کوئ.


دا په اور تيارېدونکې نذرانې دى چې مالِک خُدائ ته پېش کيږى، د هرې ورځې سوزېدونکې نذرانې دپاره، دوه يو کلن ګډُورى چې هيڅ عېب په کښې نۀ وى.


د سبت په ورځ دوه يو کلن ګډُورى چې هيڅ عېب په کښې نۀ وى، د غلې نذرانې په توګه دوه کلو اوړۀ چې د زيتُونو تېل ورسره ګډ وى او د څښلو نذرانه پېش کړئ.


د ګناه نذرانې په توګه يو چېلے هم پېش کوئ، د هغې نه علاوه کوم چېلے چې د کفارې دپاره پېش شوے وى او د هرې ورځې نذرانه د هغې د غلې نذرانې او د څښلو نذرانې سره.


د هرې ورځې سوزېدونکې نذرانې، د غلې نذرانې او د څښلو نذرانې نه علاوه د ګناه نذرانې په توګه يو چېلے هم پېش کوئ.


او دا نذرانې د مياشتې د وړومبۍ ورځې او د هرې ورځې د سوزېدونکې نذرانې او د غلې نذرانې نه علاوه پېش کوئ، او د هرې ورځې سوزېدونکې نذرانه ورسره د دې د غلې نذرانه او د څښلو نذرانه. په اور تيارېدونکې د دې نذرانو خوشبو په مالِک خُدائ باندې ښۀ لګى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan