4 چې د هغۀ زامن نشته، نو د هغۀ نوم دې ولې د بنى اِسرائيلو نه ختم شى؟ مونږ له هم لکه زمونږ د پلار د خپلوانو په شان جائيداد راکړئ.“
په دُنيا کښې دې د هغۀ نسل ختم شى، او په راتلونکى نسل کښې دې د هغۀ نوم ختم شى.
خو موسىٰ مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک ته سوال کولو او ورته يې وفرمائيل، ”مالِکه خُدايه، تۀ ولې خپلو خلقو ته دومره په قهر يې، چې هغوئ دې د خپل لوئ طاقت او خپل لوئ قُدرت سره د مِصر د مُلک نه راوويستل؟
د صادقانو رڼا ډېره ځليږى، خو د بدعملو ډيوه په مړه کېدو ده.
”زمونږ پلار په صحرا کښې مړ شو، د هغۀ زامن نشته، خو هغه د قورح د قبيلې نه نۀ وو، چا چې د مالِک خُدائ خِلاف بغاوت کړے وو، هغه د خپلې ګناه په وجه مړ شوے وو.
نو موسىٰ د هغوئ مسئله مالِک خُدائ ته پېش کړه،
هغوئ اِلىعزر اِمام، د نون زوئ يشوَع او مشرانو له لاړې او ورته يې ووئيل، ”مالِک خُدائ موسىٰ له حُکم ورکړو چې مونږ له او داسې زمونږ نرانو خپلوانو له هم د زمکې يوه برخه راکړى چې زمونږ ميراث شى.“ نو چې څنګه مالِک خُدائ حُکم کړے وو هغۀ ورله د ترونو سره ميراث ورکړو.