3 ”زمونږ پلار په صحرا کښې مړ شو، د هغۀ زامن نشته، خو هغه د قورح د قبيلې نه نۀ وو، چا چې د مالِک خُدائ خِلاف بغاوت کړے وو، هغه د خپلې ګناه په وجه مړ شوے وو.
ځکه چې هر ژوندے ځان زما دے، پلار او د هغۀ زوئ دواړه يو شان زما دى. څوک چې ګناه وکړى هم هغه به مړ کيږى.
بېشکه چې زۀ به تاسو خرابو خلقو سره داسې وکړم چې زما خِلاف راغونډ شوى يئ. په دې صحرا کښې به تاسو تباه شئ. زۀ، مالِک خُدائ دا وايم.“
بيا قورح ټول قوم راغونډ کړو او هغوئ د خېمې د دروازې په خولۀ کښې موسىٰ او هارون ته مخامخ ودرېدل. ناڅاپه د مالِک خُدائ د حضور جلال ټول قوم ته راڅرګند شو،
کوم خلق چې مړۀ شول هغوئ په شمېر کښې څوارلس زره او اووۀ سوه کسان وُو، دا د هغې نه علاوه وُو کوم چې د قورح په سرکشۍ کښې مړۀ شوى وُو.
د حِفر د زوئ صِلافحاد زامن نۀ وُو، صِرف لوڼه يې وې، د هغوئ نومونه دا دى، محلاه، نوعاه، حجلاه، مِلکاه او تِرضاه.
هغوئ لاړې او د موسىٰ، د اِلىعزر اِمام، د مشرانو او د ټول قوم په مخکښې د مالِک خُدائ د حضور د خېمې په خولۀ کښې ودرېدلې او وې وئيل،
چې د هغۀ زامن نشته، نو د هغۀ نوم دې ولې د بنى اِسرائيلو نه ختم شى؟ مونږ له هم لکه زمونږ د پلار د خپلوانو په شان جائيداد راکړئ.“
عيسىٰ يو ځل بيا هغوئ ته وفرمائيل، ”زۀ درنه ځم، او تاسو به ما لټوئ خو تاسو به په خپلو ګناهونو کښې مړۀ شئ. او چرته چې زۀ ځم هلته تاسو نۀ شئ راتلے.“
ځکه ما تاسو ته وفرمائيل چې تاسو به په خپلو ګناهونو کښې مړۀ شئ. کۀ چرې تاسو په دې باور نۀ کوئ چې زۀ هغه يم، يعنې، زۀ هم هغه پېغمبر يم نو تاسو به په خپلو ګناهونو کښې مړۀ شئ.“
نو څنګه چې ګناه د يو انسان په وسيله دُنيا ته راغله، او د ګناه په وسيله مرګ راغلو. او دغه شان مرګ په ټول انسانى نسل قبضه وکړه، ځکه چې ټولو بنى آدمو ګناه وکړه.
ځکه څنګه چې ګناه د مرګ په وسيله خپله بادشاهى قائمه کړه، دغه شان د خُدائ پاک فضل هم د صداقت په وسيله خپله بادشاهى کوى چې د مالِک عيسىٰ مسيح په وسيله مونږ د تل ژوندون طرف ته بوځى.
ځکه چې د ګناه بدل مرګ دے خو د خُدائ پاک بخښنه زمونږ په مالِک عيسىٰ مسيح کښې د تل ژوندون دے.