23 چې څنګه مالِک خُدائ حُکم کړے وو، موسىٰ خپل لاسونه د يشوَع په سر کېښودل او خپله مشرى يې ورکړه.
مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”د نون زوئ يشوَع بوځه ځکه چې هغه قابل سړے دے او خپل لاسونه د هغۀ په سر کېږده چې ستا ذمه وارۍ ورته حواله شى.
هغه د اِلىعزر اِمام په مخکښې ودروه او د ټول قوم په مخکښې هغۀ له مشرى ورکړه.
موسىٰ هم هغه شان وکړل چې څنګه مالِک خُدائ ورته حُکم کړے وو. هغۀ يشوَع، د اِلىعزر اِمام او د ټول قوم په مخکښې ودرولو.
مالِک خُدائ موسىٰ ته حُکم وکړو،
بيا ما يشوَع ته دا اصُول وښودل، تا هغه هر څۀ وليدل چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک د هغه دوه بادشاهانو يعنې سيحون او عوج سره وکړل، او چې د چا په مُلک هم حمله کوئ نو هم هغه شان به ورسره وشى.
د دې په ځائ يشوَع ته خپل اصُول وښايه. د هغۀ حوصله مضبوطه کړه، ځکه چې هغه به د خلقو لارښودنه کوى چې هغه مُلک قبضه کولو له ورپورې وځى کوم چې تۀ وينې.
بيا مالِک خُدائ د نون زوئ يشوَع سره خبرې وکړې او ورته يې وفرمائيل، ”تکړه او زړَور اوسه. تۀ به اِسرائيليان هغه مُلک ته بوځې چې ما د هغوئ سره د هغې وعده کړې ده او زۀ به ستا مل يم.“
د نون زوئ يشوَع د اِلهامى حِکمت نه ډک شو، ځکه چې موسىٰ هغه مقرر کړے وو چې د هغۀ په ځائ کار کوى. بنى اِسرائيلو د يشوَع تابعدارى وکړه او هغه حُکمونه يې پوره کړل چې مالِک خُدائ د موسىٰ په ذريعه هغوئ له ورکړى وُو.