Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




شمېر 27:21 - Pakistani Yousafzai Pashto

21 د فېصلې کولو دپاره به هغه د اِلى‌عزر اِمام نه مشوره اخلى او اِلى‌عزر به اُوريم او تميم زما رضا معلومولو دپاره استعمالوى. نو اِلى‌عزر به د يشوَع او د بنى اِسرائيلو د ټول قوم په هر څيز کښې لار ښودنه کوى.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




شمېر 27:21
23 Iomraidhean Croise  

د داؤد په بادشاهۍ کښې درې کاله ډېر سخت قحط وو. نو داؤد د مالِک خُدائ سره د دې په حقله خبره وکړه او مالِک خُدائ وفرمائيل، ”ساؤل او د هغۀ خاندان خُون کړے دے، ځکه چې هغۀ د جبعون قبيلې خلق ووژل.“


د يهوداه حکمران ورته وئيلى وُو چې هغوئ تر هغه وخته پورې خُدائ پاک ته پېش کړے شوے خوراک نۀ شى خوړلے چې ترڅو يو داسې اِمام نۀ وى چې هغه اُوريم او تميم نه کار واخلى.


يهودى حکمران هغوئ ته وئيلى وُو چې هغوئ تر هغې پورې خُدائ پاک ته پېش کړے شوے خوراک نۀ شى خوړلے چې ترڅو پورې اِمام اُوريم او تميم نۀ وى استعمال کړے.


د اُوريم او تميم کاڼى د سينې په جېب کښې کېږده، چې کله هارون زما پاک حضور ته راځى نو هغه به د ځان سره دا راوړى. په داسې وختونو کښې به هغه خامخا د سينې جېب اغوندى، چې د بنى اِسرائيلو دپاره د مالِک خُدائ رضا معلوموى.


هغۀ ورله د سينې جېب ولګولو او اُوريم او تميم يې په کښې کېښودل.


د اِمام د خولې دا فرض دى چې صحيح تعليم خور کړى، او د هغۀ د خولې نه دې خلق د شريعت لټون وکړى، ځکه چې هغه د مالِک خُدائ ربُ الافواج پېغام رسوونکے دے.


او په جنګ کښې يې مشرى کوى، نو ستا قوم به د داسې ګډو په شان نۀ وى چې شپون يې نۀ وى.“


هغوئ لاړې او د موسىٰ، د اِلى‌عزر اِمام، د مشرانو او د ټول قوم په مخکښې د مالِک خُدائ د حضور د خېمې په خولۀ کښې ودرېدلې او وې وئيل،


تۀ هغۀ له څۀ خپل اختيارات هم ورکړه، چې ټول اِسرائيليان د هغۀ تابعدارى کوى.


موسىٰ هم هغه شان وکړل چې څنګه مالِک خُدائ ورته حُکم کړے وو. هغۀ يشوَع، د اِلى‌عزر اِمام او د ټول قوم په مخکښې ودرولو.


نو موسىٰ د هغوئ مسئله مالِک خُدائ ته پېش کړه،


مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به په خپله ستاسو نه مخکښې پورې وځى او هغه قومونه به تباه کړى چې هلته اوسيږى، نو تاسو به د هغوئ مُلک قبضه کړئ، او يشوَع به ستاسو مشر وى، لکه څنګه چې مالِک خُدائ فرمائيلى دى.


د ليوى قبيلې په حقله هغۀ وفرمائيل، ”مالِکه خُدايه، تۀ خپله رضا د اُوريم او تميم په ذريعه څرګندوې د خپلو وفادارو خِدمتګارانو، ليويانو په ذريعه، هغوئ تا په مسه کښې وآزمائيل او د مريبه چينو سره دې رښتونى ثابت کړل.


بنى اِسرائيلو د هغوئ څۀ روټۍ واخستله، خو هغوئ د مالِک خُدائ سره د دې په حقله مشوره ونۀ کړه.


د يشوَع د مرګ نه پس بنى اِسرائيلو د مالِک خُدائ نه تپوس وکړو، ”زمونږ کومې قبيلې وړومبے لاړې شى چې په کنعانيانو حمله وکړى؟“


بنى اِسرائيل په بيت‌ايل کښې د عبادت ځائ ته لاړل، هلته هغوئ د خُدائ پاک نه تپوس وکړو، ”کومې يوې قبيلې له اول په کار دى چې په بنيامينيانو باندې حمله وکړى؟“ مالِک خُدائ ورته وفرمائيل، ”د يهوداه قبيله.“


کله چې ساؤل اِمام ته خبرې کولې نو د فلستيانو په قلعه کښې وارخطائى نوره هم زياتېده، نو ساؤل هغۀ ته ووئيل، ”مالِک خُدائ سره د مشورې دپاره وخت نشته.“


کله چې داؤد خبر شو چې ساؤل ورباندې د حملې کولو منصوبه جوړوى، نو هغۀ ابياتار اِمام ته وفرمائيل، ”پېش بند دلته راوړه.“


نو هغۀ د مالِک خُدائ نه تپوس وکړو چې څۀ وکړم. خو مالِک خُدائ بېخى جواب ورنۀ کړو، نۀ د خوبونو په ذريعه، نۀ د اُوريم او تميم استعمالولو او نۀ د پېغمبرانو په ذريعه.


داؤد د اخيمُلک زوئ ابياتار اِمام ته وفرمائيل، ”پېش بند ما له راوړه.“ نو ابياتار ورله پېش بند وروړو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan