2 هغوئ لاړې او د موسىٰ، د اِلىعزر اِمام، د مشرانو او د ټول قوم په مخکښې د مالِک خُدائ د حضور د خېمې په خولۀ کښې ودرېدلې او وې وئيل،
زوئ د ابيسوع، زوئ د فينحاس، زوئ د اِلىعزر او زوئ د هارون څوک چې مشر اِمام وو.
محلاه، نوعاه، حجلاه، مِلکاه او تِرضاه د صِلافحاد لوڼه وې چې هغه زوئ د حِفر، زوئ د جِلعاد، زوئ د مکير، زوئ د منسى، زوئ د يوسف وو.
د فېصلې کولو دپاره به هغه د اِلىعزر اِمام نه مشوره اخلى او اِلىعزر به اُوريم او تميم زما رضا معلومولو دپاره استعمالوى. نو اِلىعزر به د يشوَع او د بنى اِسرائيلو د ټول قوم په هر څيز کښې لار ښودنه کوى.“
”زمونږ پلار په صحرا کښې مړ شو، د هغۀ زامن نشته، خو هغه د قورح د قبيلې نه نۀ وو، چا چې د مالِک خُدائ خِلاف بغاوت کړے وو، هغه د خپلې ګناه په وجه مړ شوے وو.
د جِلعاد د قبيلې د کورَنو مشران، د مکير زوئ او د منسى نمسے چې د يوسف زوئ وو، موسىٰ او د بنى اِسرائيلو نورو مشرانو له لاړل.
خو څۀ خلق ناپاک وُو ځکه چې هغوئ د مړى سره لګېدلى وُو او هغوئ په هغه ورځ د فسحې اختر نۀ شو کولے. هغوئ موسىٰ او هارون له لاړل