19 هغه د اِلىعزر اِمام په مخکښې ودروه او د ټول قوم په مخکښې هغۀ له مشرى ورکړه.
تۀ هغۀ له څۀ خپل اختيارات هم ورکړه، چې ټول اِسرائيليان د هغۀ تابعدارى کوى.
د دې په ځائ يشوَع ته خپل اصُول وښايه. د هغۀ حوصله مضبوطه کړه، ځکه چې هغه به د خلقو لارښودنه کوى چې هغه مُلک قبضه کولو له ورپورې وځى کوم چې تۀ وينې.
بيا مالِک خُدائ د نون زوئ يشوَع سره خبرې وکړې او ورته يې وفرمائيل، ”تکړه او زړَور اوسه. تۀ به اِسرائيليان هغه مُلک ته بوځې چې ما د هغوئ سره د هغې وعده کړې ده او زۀ به ستا مل يم.“
مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به په خپله ستاسو نه مخکښې پورې وځى او هغه قومونه به تباه کړى چې هلته اوسيږى، نو تاسو به د هغوئ مُلک قبضه کړئ، او يشوَع به ستاسو مشر وى، لکه څنګه چې مالِک خُدائ فرمائيلى دى.
او ارخيپوس ته ووايئ چې، ”کوم خِدمت چې په مالِک کښې تا ته سپارلے شوے دے، هغه پوره کړه.“
زۀ د خُدائ پاک او د عيسىٰ مسيح او د غوره شوو فرښتو په مخکښې تا له حُکم درکوم او تاکيد کوم چې په دې هداياتو بغېر د تعصب نه عمل کوه او د هيچا طرفدارى مۀ کوه.