Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




شمېر 27:14 - Pakistani Yousafzai Pashto

14 ځکه چې تاسو دواړو د صين په صحرا کښې زما د حُکم نه بغاوت کړے وو. کله چې ټول قوم زما خِلاف په مريبه کښې وغورېدو، د هغوئ په مخکښې تاسو زما مقدس طاقت څرګند نۀ کړو.“ مريبه په قادِس کښې د صين په صحرا کښې يوه چينه ده.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




شمېر 27:14
12 Iomraidhean Croise  

نو هغۀ په دغه ځائ مسه (يعنې آزمېښت) او مريبه (يعنې جګړه) نوم کېښودو، ځکه چې بنى اِسرائيل په جګړه شول او مالِک خُدائ يې په آزمېښت کښې واچولو چې وې وئيل، ”مالِک خُدائ زمونږ مل دے کۀ نۀ دے؟“


نو هغه سړى د صحرا په طرف لاړل او هغه مُلک يې د صين صحرا نه واخله تر رِحوب پورې وکتلو، چې د حمات درې ته نزدې دے.


په وړومبۍ مياشت کښې د اِسرائيلو ټول قوم د صين صحرا ته راغلو او په قادِس کښې يې خېمې ولګولې. مريم هلته مړه شوه او دفن شوه.


”هارون به هغه مُلک ته ورننه نۀ وځى د کوم چې ما بنى اِسرائيلو له د ورکولو وعده کړې ده، هغه به مړ شى، ځکه چې په مريبه کښې تاسو زما د حُکم نه بغاوت کړے وو.


تاسو مونږ ولې د مِصر نه راوويستلو او دې خراب ځائ ته مو راوستلو چې دلته هيڅ هم نۀ کيږى؟ نۀ غله دانه، نۀ اينځر، نۀ انګور او نۀ انار شته. د څښلو اوبۀ هم نشته.“


موسىٰ مالِک خُدائ ته سوال وکړو،


تاسو باغيان يئ. ستاسو زړونه کافر شوى دى او رښتياو ته کاڼۀ يئ. تاسو لکه د خپل پلار نيکونو همېشه د روحُ القُدس مخالفت کوئ.


ځکه چې ستاسو په وجه مالِک خُدائ ما ته هم غصه شو او وې فرمائيل چې اے موسىٰ، تۀ به هم هغه مُلک ته ورننه نۀ وځې.


زۀ به په دې مُلک کښې مړ شم او هيڅکله به د سيند نه پورې نۀ وځم، خو هغه وخت نزدې دے چې تاسو به واوړئ او هغه آباده زمکه به قبضه کړئ.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan