Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




شمېر 27:13 - Pakistani Yousafzai Pashto

13 کله چې تۀ هغه وګورې، نو د هارون په شان به تۀ هم مړ شې،

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




شمېر 27:13
11 Iomraidhean Croise  

اِسمٰعيل د يو سل اووۀ دېرشو کالو وو چې ساه يې ورکړه او په حق ورسېدو.


نو اِبراهيم ساه ورکړه او ښۀ په پوخ عُمر کښې په حق ورسېدو او د ډېر عُمر سړے وو.


”د بنى اِسرائيلو سره چې ميديانيانو څۀ کړى وُو د هغې بدل ترې نه واخله. کله چې تۀ دا وکړې نو مړ به شې.“


د مالِک خُدائ په حُکم باندې، هارون اِمام د حُور غرۀ ته وختلو. د يو سل درويشتو کالو په عُمر کښې چې اِسرائيليان د مِصر نه راوتلى وُو د هغې په څلوېښتم کال د پينځمې مياشتې په وړومبۍ ورځ هغه مړ شو.


ځکه چې ستاسو په وجه مالِک خُدائ ما ته هم غصه شو او وې فرمائيل چې اے موسىٰ، تۀ به هم هغه مُلک ته ورننه نۀ وځې.


بنى اِسرائيل د يعقان د خلقو د کُوهو نه روان شول او موسيره ته لاړل. او هلته هارون په حق ورسېدو او دفن شو او د هغۀ زوئ اِلى‌عزر د هغۀ په ځائ د اِمام په توګه خِدمت کولو.


بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”ستا د مرګ ورځې رانزدې دى. يشوَع راوغواړه او مقدسې خېمې ته يې راوله، چې هلته هغۀ ته نصيحت وکړم.“ نو موسىٰ او يشوَع خېمې ته لاړل،


مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”ستا د مرګ نېټه پوره کېدونکې ده او د خپل پلار نيکۀ سره به يو ځائ شې او ستا د مرګ نه پس به خلق زما نه نافرمانه شى او هغه لوظ به مات کړى چې ما د هغوئ سره کړے دے. هغوئ به ما پرېږدى او د هغه مُلک د غېرو معبودانو عبادت به وکړى چې کوم ته هغوئ ورننوځى.


تۀ به په هغه غر باندې مړ شې لکه څنګه چې ستا ورور هارون د حُور په غرۀ باندې مړ شوے وو،


زۀ به په دې مُلک کښې مړ شم او هيڅکله به د سيند نه پورې نۀ وځم، خو هغه وخت نزدې دے چې تاسو به واوړئ او هغه آباده زمکه به قبضه کړئ.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan