12 مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”د عباريم غرونو ته وخېژه او هغه مُلک ته وګوره کوم چې زۀ بنى اِسرائيلو له ورکوم.
زۀ به تا او ستا اولاد له دا مُلک ورکوم په کوم کښې چې تۀ اوس مسافر يې. د کنعان ټول مُلک به همېشه دپاره ستا د اولاد وى او زۀ به د هغوئ خُدائ پاک يم.“
”اے د يروشلم خلقو، بره لبنان ته لاړ شئ او چغې ووهئ، ستاسو د ژړا آواز دې په بسن کښې واورېدے شى، او د عباريم نه ژړا وکړئ، ځکه چې ستاسو ټول ملګرى تباه شوى دى.
بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”ستا د مرګ ورځې رانزدې دى. يشوَع راوغواړه او مقدسې خېمې ته يې راوله، چې هلته هغۀ ته نصيحت وکړم.“ نو موسىٰ او يشوَع خېمې ته لاړل،