Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




شمېر 27:11 - Pakistani Yousafzai Pashto

11 کۀ د هغۀ وروڼه يا ترونه هم نۀ وى، نو بيا به د هغۀ نزدې خپلوان د هغۀ ميراث اخلى او دا به د هغوئ د خپل جائيداد په شان وى. اِسرائيليان به دا د قانون په توګه منى، څنګه چې ما، مالِک خُدائ تاسو له حُکم درکړے دے.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




شمېر 27:11
7 Iomraidhean Croise  

نو بيا لکه څنګه چې مالِک خُدائ فرمائيلى وُو، زما د ترۀ زوئ حنم‌ايل فوجى چاوڼۍ ته راغلو او هغۀ ووئيل چې په عنتوت کښې زما زمکه واخله کومه چې د بنيامين په علاقه کښې ده. ځکه چې دا ستا حق دے چې تۀ يې خلاصه کړې او د خپل ځان دپاره يې واخلې. نو زۀ په دې پوهه شوم چې مالِک خُدائ ما سره په هم دې حقله خبره کړې وه.


کۀ يو اِسرائيلے غريب شى او زمکې خرڅولو ته مجبور شى، نو د هغۀ د ټولو نه نزدې خپلوان به زمکه واپس اخلى.


يا د هغۀ ترۀ، د ترۀ زوئ يا د هغۀ بل يو نزدې خپلوان هغه واپس اخستلے شى. يا کۀ هغه په خپله مالداره شى، نو هغه خپله آزادى په خپله اخستلے شى.


کۀ د هغۀ وروڼه نۀ وى، نو ترونه به يې ميراث اخلى.


دا قانون به ستاسو او ستاسو د اولاد دپاره وى چې په هر ځائ کښې اوسېږئ.


داؤد دا قانون جوړ کړو او دا تر نن ورځې پورې په بنى اِسرائيلو کښې منلے شى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan