Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




شمېر 26:64 - Pakistani Yousafzai Pashto

64 په دې سړو کښې يو کس هم نۀ وُو چې د سينا په بيابان کښې موسىٰ او هارون په وړومبۍ مردم‌شمارۍ کښې شمېرلى وُو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




شمېر 26:64
10 Iomraidhean Croise  

تاسو به مړۀ شئ او ستاسو لاشونه به په صحرا کښې خوارۀ وارۀ پراتۀ وى. ځکه چې تاسو زما خِلاف شکايت کړے دے، ستاسو يو کس به هم هغه مُلک ته ورننه نۀ وځى چې عُمر يې د شلو کالو نه زيات وى.


تاسو به دلته په دې صحرا کښې مړۀ شئ.


دا ټولې قبيلې موسىٰ او اِلى‌عزر په هغه وخت وشمېرلې چې د اُردن سيند نه پورې يريحو ته مخامخ د موآب په مېدانونو کښې يې د بنى اِسرائيلو مردم‌شمارى وکړه.


”زمونږ پلار په صحرا کښې مړ شو، د هغۀ زامن نشته، خو هغه د قورح د قبيلې نه نۀ وو، چا چې د مالِک خُدائ خِلاف بغاوت کړے وو، هغه د خپلې ګناه په وجه مړ شوے وو.


خو په هغوئ کښې د ډېرو نه خُدائ پاک راضى نۀ وو نو ځکه د هغوئ لاشونه په بيابان کښې خوارۀ وارۀ شول.


او خُدائ پاک د چا نه تر څلوېښتو کالو پورې خفه وو؟ ولې دا هغوئ نۀ وُو، چا چې ګناه وکړه او د چا مړى چې په بيابان کښې پراتۀ وُو؟


کله چې اِسرائيليان د مِصر نه روان شول نو د هغوئ ټول نارينه سنت شوى وُو. خو د هغوئ هغه يو کس هم سنت شوے نۀ وو چې په بيابان کښې د څلوېښتو کالو تېرېدو په دوران کښې پېدا شوى وُو. او کله چې دا موده تېره شوه نو هغه ټول سړى د مالِک خُدائ د نافرمانۍ په وجه مړۀ شول چې د هغوئ عُمر د مِصر نه د تلو په وخت کښې د جنګ کولو وو، نو هم هغه شان وشول لکه څنګه چې هغۀ قسم خوړلے وو چې هغوئ به هغه مُلک ونۀ ګورى چې پئ او شات په کښې ډېر تېر وى او هغۀ د هغوئ پلار نيکۀ سره د دې لوظ کړے وو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan