63 دا ټولې قبيلې موسىٰ او اِلىعزر په هغه وخت وشمېرلې چې د اُردن سيند نه پورې يريحو ته مخامخ د موآب په مېدانونو کښې يې د بنى اِسرائيلو مردمشمارى وکړه.
هم هغه شان چې څنګه مالِک خُدائ حُکم ورکړے وو. د سينا په بيابان کښې، موسىٰ خلق وشمېرل.
موسىٰ او اِلىعزر هم هغه شان وکړل او د دې عُمر ټول سړى يې راوغوښتل. هغوئ د اُردن سيند نه پورې يريحو ته مخامخ د موآب په مېدانونو کښې راغونډ شول. دا هغه اِسرائيليان وُو چې د مِصر مُلک نه وتلى وُو،
د نرانو ليويانو شمېر درويشت زره وو چې د هغوئ عُمر يوه مياشت يا د دې نه زيات وو. هغوئ د نورو بنى اِسرائيلو نه جدا وشمېرلے شول، ځکه چې هغوئ ته د بنى اِسرائيلو په مينځ کښې جائيداد نۀ مِلاوېدو.
په دې سړو کښې يو کس هم نۀ وُو چې د سينا په بيابان کښې موسىٰ او هارون په وړومبۍ مردمشمارۍ کښې شمېرلى وُو.