Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




شمېر 26:62 - Pakistani Yousafzai Pashto

62 د نرانو ليويانو شمېر درويشت زره وو چې د هغوئ عُمر يوه مياشت يا د دې نه زيات وو. هغوئ د نورو بنى اِسرائيلو نه جدا وشمېرلے شول، ځکه چې هغوئ ته د بنى اِسرائيلو په مينځ کښې جائيداد نۀ مِلاوېدو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




شمېر 26:62
14 Iomraidhean Croise  

د ليويانو نومونه د نورو قبيلو سره نۀ وُو ليکلے شوى،


”کله چې تۀ د هغه سړو مردم‌شمارى کوې چې جنګ کولے شى، نو د ليوى قبيله په کښې مۀ شاملوه.


دا ټولې قبيلې موسىٰ او اِلى‌عزر په هغه وخت وشمېرلې چې د اُردن سيند نه پورې يريحو ته مخامخ د موآب په مېدانونو کښې يې د بنى اِسرائيلو مردم‌شمارى وکړه.


د مالِک خُدائ په حُکم باندې چې موسىٰ او هارون د ليويانو کوم شمېر وکړو هغه ټول نران دوويشت زره وُو چې د هغوئ عُمر يوه مياشت يا د دې نه زيات وو.


موسىٰ او هارون به جيرسونيانو ته د خدمت کولو هدايت ورکوى او د هغوئ کارونه به ګورى چې هغه څۀ يې سر ته رسولې دى کۀ نه کوم چې هارون او د هغۀ زامنو ورته حواله کړى دى.


نو د ليوى قبيلې ته د نورو قبيلو په شان زمکه مِلاو نۀ شوه، مالِک خُدائ په خپله د هغوئ ميراث وو هم هغه شان چې څنګه مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک وعده کړې وه.


موسىٰ د ليوى قبيلې له په ميراث کښې هيڅ زمکه نۀ وه ورکړې، لکه څنګه چې مالِک خُدائ موسىٰ ته فرمائيلى وُو چې ليويانو ته به د خپلې برخې په توګه هغه قربانۍ ملاويږى کومې چې مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک ته په قربان‌ګاه باندې سوزولے شى.


خو موسىٰ ليوى قبيلې له په ميراث کښې هيڅ هم ورنۀ کړل. ځکه چې مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک د هغوئ ميراث دے لکه څنګه چې هغۀ ورسره وعده کړې وه.


موسىٰ د اُردن نمرخاتۀ طرف ته مُلک د مخکښې نه هغه نورو دوه نيمو قبيلو ته حواله کړے وو. د يوسف اولاد په دوو قبيلو کښې تقسيم وو، منسى او اِفرائيم. موسىٰ په هغه زمکه کښې ليويانو له هيڅ حِصه ورنۀ کړه. خو هغوئ ته د اوسېدو دپاره داسې ښارونه مِلاو شول چې د هغوئ د څاروو او رَمو دپاره پټى په کښې وُو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan