60 د هارون دا څلور زامن وُو، ندب، ابيهُو، اِلىعزر او اِتمر.
هارون د عمىنداب لور اليسبع وادۀ کړه چې هغه د نحشون خور وه، د هغې نه يې ندب، ابيهُو، اِلىعزر او اِتمر پېدا شول.
د هارون څلور زامن وُو، ندب چې د ټولو مشر وو، ابيهُو، اِلىعزر او اِتمر.
هغوئ به د مقدسې خېمې د ټول سامان خيال ساتى او د نورو بنى اِسرائيلو دپاره به ذمه وارى پوره کوى.