58 د هغوئ په اولاد کښې دا وړې قبيلې هم شاملى دى، لِبنى، حبرون، محلى، موشى او قورح. قُهات د عُمرام پلار وو،
عُمرام د خپل پلار، خور يوکبد وادۀ کړه، چې د هغې نه يې هارون او موسىٰ پېدا شول. د عُمرام ټول عُمر يو سل اووۀ دېرش کاله وو.
د قورح درې زامن وُو، اسير، القنه او ابياسف، دوئ د قورح قبيلو پلار نيکۀ وُو.
د اِضهار زوئ قورح، چې د قُهاتيانو د قبيلې ليوے وو، هغۀ د موسىٰ د مشرۍ خِلاف بغاوت وکړو. د روبين قبيلې نه يې درې سړى رابېل کړل، داتن، ابيرام، چې د اِلياب زامن وُو او اُون چې د پلت زوئ وو او ورسره دوه نيم سوه نور اِسرائيليان هم وُو، دا مشهور مشران چې قوم خوښ کړى وُو.
عُمرام، اِضهار، حبرون او عُزىاېل څلور واړه خاندانه د قُهات د قبيلې نه وُو.
د محلى او موشى دواړه خاندانه د مرارى د قبيلې نه وې.