54-56 پچه ورباندې واچوئ او هغه زمکه تقسيم کړئ، غټې قبيلې ته زيات ميراث ورکړئ او وړې قبيلې ته لږه زمکه ورکړئ.“
”د ميراث په توګه هغه زمکه په قبيلو باندې د سړو د شمېر په مطابق تقسيم کړئ.
”مالِک خُدائ چې د بنى اِسرائيلو په کوم مُلک نيولو کښې مدد کړے وو په هغې کښې دا ښارونه وُو، عطاروت، ديبون، يعزير، نمراه، حسبون، اِلىعالى، سبام، نبو او بعون. دا زمکه د څاروو دپاره ښۀ ده او مونږ سره ډېر څاروى دى.
کۀ ستاسو خوښه وى نو مونږ له دا زمکه راکړئ چې زمونږ ميراث شى، ځکه چې مونږ ستاسو خِدمتګاران يُو او مونږ مۀ مجبوروئ چې لاړ شُو او د اُردن سيند نه پورې غاړه اوسيږو.“
هغه زمکه د پچې په ذريعه په بېلو بېلو قبيلو او قومونو باندې تقسيم کړئ. لوئ قبيلې له ډېره زمکه ورکړئ او وړې قبيلې له لږه زمکه ورکړئ.
په هره قبيله کښې د ليويانو د ښارونو شمېر دې د هغې علاقې د غټوالى يا وړوکوالى په اندازه معلوم کړے شى.“
د يوسف اولاد يشوَع ته ووئيل، ”تا مونږ له د مُلک صِرف يوه برخه ولې راکړې ده چې زمونږ ميراث شى؟ مونږ ډېر زيات خلق يُو ځکه چې مالِک خُدائ مونږ له برکت راکړے دے.“
د يهوداه ميراث د ضرورت نه زيات وو نو په دې وجه د هغه علاقې يوه برخه د شمعون قبيلې له ورکړے شوې وه.